د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات، افغانستان او عراق


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایی کله چی د جولای په میاشت کی په عراق کی د امریکا د پوځیانو د شمېر د زیاتېدلو پلان پای ته رسېږی نو هلته به ١۴٠ زره پوځیان ولری.

په د ېتوگه به نو په عراق کی د امریکایی پوځیانو شمېر، له هغه نه چی د تېری جنوری په میاشت کی د پوځیانو د زیاتېدلو پلان پیل سو، اته زره تنه زیات شی.

د امریکا ږغ خبریالی سینډی سایان رپوټ راکوی چی په افغانستان کی هم د امریکا د پوځیانو شمېر زیاتېږی.

د لوی درستیزانو د کمېټې د عملیاتو ریس، ډگر جنرال کارټر هام، د دفاع په وزارت کی د امریکایی پوځیانو د شمېر په باب معلومات ورکړل.

ده وویل: "د افغانستان دپاره زموږ پلان دا دی چی د دوبی تر پایه پوری به په هغه هیواد کی د امریکا د پوځیانو شمېر دوه دېرشو زرو ته ورسېږی.

دا له هغه شمېر نه چی موږ ی ېاوس لرو او اته ویشتو زرو ته رسېږی یو څه زیات دی. د هغو پوځیانو چی په راتلونکې میاشت کی افغانستان ته استول کېږی ډېره زیاته برخه سمندری پلی پوځیان دی."

په د ې توگه به په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو شمېر تر بل هر وخت زیات سی.

هم دغه راز په عراق کی هم د امریکا د پوځیانو د شمېر په باب هم وینا وکړه: "موږ پېش بینی کوو چی په عراق کی به د جولای په میاشت کی زموږ د پوځیانو شمېر یو سل او څلوېښت زرو ته ورسېږی.

په دې کی هغه پوځیان شامل دی چی مخکی یې له یوه ځایه بل ځای ته د تبدیلېدلو خبره سوې وه.

دغه راز د زیاتو سویو عسکرو د پنځو لواو په شمېر کی کمی راغلی او د سمندری پلیو پوځیانو پر ځای نور عسکر نه دي ټاکل سوي."

د تېر کال په سر کی جمهور ریس بوش امر وکړ چی عراق ته دي پنځه لواوي عسکر او تقویتی قواوی واستولي سی، څو د ناکراریو په کمولو کی مرسته وکړي، د داخلی جنگد پیل کېدلو مخه ونیسی او د عراق رقیبو ډلو ته د سیاسی روغی جوړی د کولو دپاره یو فرصت ورکړی.

په عراق کی د امریکا د قواو د زیاتېدلو سره په بغداد کی او له بغداد څخه دباندی د امریکا نور دېرش زره پوځیان هم خپاره سول.

د عسکرو دغه اضافی لواوی به د جولای په میاتش کی له عراق څخه ووزی مگر جنرال هام وویل یو څه حمایوی قواوی به د دې داپره لازمی وي چی د عراق د امنیتی قواو ملاتړ وکړی.

هام یو ځل بیا په عراق کی د امریکاد پوځیانود شمېر دکمولو دپاره د تقسیم اوقات له اعلانولو څخه ډډه وکړه او وې ویل چی اوس لا ددغه راز اعلان وخت نه دی.

د دې بالکل انتظار ایستل کېدلای سی چی په قواو کی به نور کمی هم راځی. د قواو د کمولو کار به کله پیل سی او په کوم سرعت به کمېږی نو دا خبره اوس حاضر نه سی کېدلای.

انتظار کېږی چی جنرال پیټریوس د اپرېل د میاشتی په سر کی اعلان وکړی چی د کال تر پایه پوری به په عراق کی د امریکا څونه عسکر پاته وي.

په عراق کی د امریکا اضافی اچول سوي پوځیان د جولای په میاشت کی په راوتلو بنا کوی.

خارجه وزیری رایس ویلی دی چی هیله لری د پوځیانو راوتل به کرار کرار دوام ولری، مگر جنرال پیټریوس ویلی دی چی هغه به د پوځیانو دوتلو په کار کی د وقفې غوښتنه وکړي څو پر امنیت وضع باندی ددغه کار تاثیر وڅېړلای سی.

XS
SM
MD
LG