د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان او پاکستان په نړۍ کی تر ټولو مهم هیوادونه دي'


د متحده ایالاتو ډیموکراټو سناتورانو جو بایډن او جان کېری ویلي دي پاکستان او افغانستان ته د هغوی په تازه سفر کی دوی دا خبره څرگنده کړه چی متحده ایالات باید د اینده ټروریسټی حملو د مخنیوی دپاره له دواړو هیوادونو سره خپل تعهد او مالی مرستی زیاتی کړی.

سناتور جان کېری پرون په واشنگټن کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل هغه فکر کوی چی افغانستان او پاکستان په نړۍ کی د ټروریزم د گواښ په مقابل کی تر ټولو مهم هیوادونه دي.

ده وویل دواړه هیوادونه د ثبات په موضوع کی سره تړلي دي او هر یو کو لای سي چی هغه بل بې ثباته کړی.

کېری وویل دی فکر کوی چی دغه سیمه باید د متحده ایالاتو د خارجی پالیسی یوه مهمه برخه وي او باید چی دده په قول په سمه لاره روانه شی.

سناتور بایډن وویل هغه وخت رارسېدلی دی چی په پاکستان کی له فرصت نه گټه واخیستله شی، ځکه چی هلته په دې میاشت کی له پارلمانی انتخاباتو نه وروسته اوس د سیاسی انتقال جریان روان دی.

ده وویل چی متحده ایالات باید خپل اړېکی د شخصی اړېکو نه د یوه ملت سره اړېکو ته تبدیل کړی. بایډن دغه راز وویل د پاکستان او افغانستان سره د سړکونو، پلونو او ښونځیو په جوړولو کی مرستی باید زیاتی شي؛ څو هغه هیوادونه د توندروانو سره ښه مقابله وکړای شی.

ده وویل په افغانستان کی په هغو ځایونو کی چی سړکونه نه وي هلته طالبان په زور کی وي.

کېری او بایډن د جمهوری غوښتونکي سناتور چک هیگل سره یو ځای د فبروری په اته لسمه د پاکستان انتخابات وڅارل او وروسته گاونډي هیواد افغانستان ته هم ولاړل.

XS
SM
MD
LG