پاکستاني چارواکي وایی چی د پاکستان یو مخالف سیاستمدار پرون د بم په چاودنه کی زخمي سوی دی.
لس ورځي مخکی هم یوه ځان مرگه په هغه مظاهره کی چی دده د گوند له خوا جوړه سوې وه، د بم چاودنه کړې وه چی ۴٧ تنه په کی مړه سوي وو.
مامورین وایی چی بم پرون د پاړه چنار ښارگوټي ته نژدې د سید ریاض حسین موټر ته نژدې وچول سو.
هغه د پاکستان پارلمان ته یو مستقل کاندید او د بینظیر بوتو د پیپلز پارټۍ طرفدار دی. د ده په انتخاباتي حوضه کی رای گیري وروسته له هغه معطله سوه چی یوه ځان مرگه د فیبروري په ١٦ مه په پاړه چنار کی په هغه مظاهره کی د بم چاودنه وکه چی دده له خوا جوړه سوې وه.
په هغه حمله کی ده ته تاوان و نه رسید .