د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: اوباما او هلري کلنټن، پرون شپه، په یو بل سخت انتقادونه وکړل


په خپل ورستي بحث کې د جمهوري ریاست ډیموکرات کاندیدانو، بارک اوباما او هلري کلنټن، پرون شپه د عراق، عامې روغتیا او د تجارت په سر په یو بل سخت انتقادونه وکړل.

د بحث کوربه یا نطاق له دواړو کاندیدانو په جنجالي مسلو سختې پوښتنې وکړې. له اوباما څخه د نېشن آف اسلام په نامه د تورپوستو امریکایانو د یوې ډلې لخوا د ملاتړ په هکله و پوښتل شول.

نو هغه په ځواب کې داسې و ویل: "‎د یهودانو خلاف د لویس فرح خان څرگنده ونې ما په کلکه غندلې دي. ځما په فکر هغه د منلو وړ نه دي او شرمه ونکې دي. ما له ده څخه د ملاتړ غوښتنه نه وه کړې‏."‎

له هلري کلنټن څخه بیا د نافټا په نامه د کاناډا او مکسیکو سره د ازاد تجارت د تړون په هکله و پوښتل شول. چې د دې د مېړه بل کلنټن په وخت لاسلیک شوی و او هلري په خپله په وار وار گټور بللی و.

هغې و ویل: "دا بس نه ده چې سړی یواځي نافټا ته د انتقاد گوته ونیسي، چې ما په خپله هم له کلونو راهیسې پرې انتقاد کړی.

ما یو پلان طرحه کړی او په هغه کې دا هم شامل دي چې کاناډا او له مکسیکو به وغواړو چې د چاپېریال ساتنې او د کارگرانو د گټو خاص معیارونه د تړون تر ټولو مهمې برخې دي."‎

د بحث لهجه درنه وه خو ٩٠ دقیقې بحث چې څومره په مخ تو هغومره تودېدو.

په یو بل پسې په کمپیان کې بد ویل او د یو بل په پالیسیو انتقاد د بحث تاوده ټکي ول.

د خپلې عامه روغتیا د پالیسۍ په هکله هلري و ویل: "‎د اوباما پلان د هرچا لپاره نه دی پنځه لس ملیونه امریکایان به بغېر د بیمې نه پاتې شي. ځما پلان به هر چا ته د روغتیا بیمه وکړي. او اخیستل به یې د هر چا په وس کي وي."‎

د عراق د جگړې په هکله دواړو کاندیدانو د بوش تگ لاره و غندله خو بیا یې د دې خبرې سپیناوی سره وکړ چې څو د جگړې ډېر خلاف و.

په کلیولنډ ایالتي پوهنتون کې د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتو په میدان کې دغه دوه پاتې شوي کاندیدان یو بل ته څو لویشتې نږدې ناست و.

لس میاشتیې له مخه له لومړي بحث راهیسې دا شلم بحث و. په اپریل ٢٠٠٧ کې انتخاباتي وضع بیخې بل رنگه وه او هلري له او باما څخه ډېره په مخ وه.

خو اوس اوباما د یوه کلک کاندید په حیث په مخ روان دی او زیاتې رایې یې ترلاسه کړې.

د انتخاباتو په روان پړاو کې به د مارچ په څلورمه په څلورو مهمو ایالتونو ټیکساس، اوهایو، روډ ائلنډ او ورمونټ کې انتخابات ترسره شي.

اوباما تر اوسه په یوولس ایالتونو کې پرله پسې انتخابات گټلي، او د هلري کلنټن ځینې ملاتړي یې هم ځان ته را اړه ولي.

د هلري کلنټن پلویان مني چې په انتخاباتو کې د پاتې کېدو لپاره هلري کلنټن د څلورم د مارچ انتخابات باید حتماً وگټي.

XS
SM
MD
LG