د لاس رسي وړ اتصالات

فکر کیږی چی امریکایی کار گره او د هغی ډریور 'وژل شوی وی'


په افغانستان کی د مرستی رسولو یوه موسسه وایی فکر کیږی چی د دوی د برمته شوو کارگرانو نه یوه امریکایی کار گره او د هغی ډریور وژل شوی وی.

د ای آر ډی ایف یا د کلیو د پراختیا اداری د سی شنبی په ورځ په خپلی انټرنیټی پاڼی کی ویلی چی دوی په دی وروستیو وختونو کی داسی معلومات ترلاسه کړی چی سد میزیل او محمد هادی وژل شوی دی.

خو دغی اداری ویلی چی دا خبره لا تصدیق شوی نده. افغان چارواکیو هم د دی خبر تصدیق ندی کړی.

میزیل او هادی د جنوری په ٢٦ نیټه په کندهار کی برمته شوی وو. هیڅ ډلی د هغوی د برمته کیدو مسولیت په غاړه ندی اخیستی.

په یوه جلا پیښه کی یو افغان چارواکی وایې د کابل جلال اباد په لاره د سروبي اولسوالۍ سره، د کورنیو چارو وزارت وزیر، ضرار احمد مقبل، د یو برید څخه جوړ وتلی دی.

د سروبي اولسوالۍ چارواکي وویل چې ښاغلی مقبل د لغمان ولایت په لور روان و چې په سیمه کې راکټي برید او بیا ډزی وشوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دا حمله تائید کړه خو وایې چې د برید هدف د وزیر کاروان نه و.

او یو بل خیر وایی چی په جنوبی کی د سړک د غاړی په دوو جلا چاودنو کی پتځه پولیس، دوه پولندی عسکر او یو ماشوم وژل شوی دی.

چارواکیو ویلی چی لومړنی چاودنه د سی شنبی په سهار د خوست ښار ته نژدی وشوه چی پنځه کسه پولیس او یو ماشوم یی وواژه. چارواکیو د دی چاودنی ملامتی په طالبانو ور اچولی ده.

څو ساعته وروسته یوه بله چاودنه په ښرنه کی د پولندی عسکرو مرکز ته نژدی وشوه. او دوه پولندی عسکر یی ووژل او یو یی زخمی کړ.

پولند په افغانستان کی دولس سوه عسکر لری او په نظر کی لری چی سږ کال څلور سوه نور عسکر هم افغانستان ته ولیږی. تیر کال څه نا څه شپږ زره خلک په تشدد کی وژل شوی، چی له هغه وروسته چی په ٢٠٠١ کال کی طالبان د قدرت نه راوپر ځول شول، دا تر ټولو خونړی کال و.

XS
SM
MD
LG