د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مخالفو گوندونو وکیلان د لومړی ځل لپاره نن غونډه وکړی


ټاکل شوی چی د پاکستان د مخالفو گوندونو وکیلان د پرویز مشرف گوند ته په انتخاباتی رای گیری کی د ماتی ورکولو وروسته د لومړی ځل لپاره نن غونډه وکړی.

د پاکستان د پیپلز گوند، د نواز مسلم لیگ گوند او د صوبه سرحد نه د یوه واړه غیر مذهبی گوند ‏‎ وکیلان به په اسلام آباد کی سره غونډه وکړی.

د دغو گوندونو استاځی وایی چی دغه غونډه د اییتلافی گوندونو د ښه نیت او پیاوړتیا څرگندونه کوی.

د پاکستان د نواز مسلم لیگ گوند بیا هم د آزاد عدلی سیستم او د جمهور ریس مشرف د استعفی غوښتنه وکړه.

دوی همداشان ویلی چی د مشرف تر مشری لاندی به په کابینه کی غړیتوب ونه منی.

خو د بلی خوا د پاکستان د پیپلز گوند مشر او د مقتولی پخوانی صدر اعظمی بینظیر بوتو میړه آصف علی زرداری ویلی چی د پیپلز گوند او د نواز مسلم لیگ گوند ایتلاف به په دی ونه تونیږی چی جمهور ریس مشرف د قدرت نه لیری کړی بلکه په کار دی چی د هغه سره په گډه کار وشی.

XS
SM
MD
LG