د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخ: نړی د فبروری په میاشتی کی


د کال ١٧٢٥ د فبروری پر شلمه د امریکا په اشغال سوو سیمو کی، یوه ډله داواطلب وسله وال د نیوهپمشایر په ایالت کی، د ځایی امریکایانو پر یوه ډله باندی پېښ سول او د لسو تنو د سرونو پوسستکی یې جلا کړل.

د باسټن په ښار کی استعماری مقاماتو هغو ته د هر پوستکی پر سر سل پونډه انعام ورکړ.

که څه هم چی په اروپا او اسیا کی د سرونو د پوستکو جلا کول رواج وه، خو دغه عنعنه د شمالی امریکا د ځایی امریکایانو د ډلو سره تړلې ده.

دوی به د د ښمن د سرونو څخه پوستکي بېلول او هغه به معمولا مړ کېدی. دوی به یوازی د دښمن د سرونو د سر د پوستکو په بدل کی انعام نه ترلاسه کاوه، بلکه په دې عقیده وه چی د دښمن د سر پوستکی جلا کول او له ځان سره گرځول سړي ته ډېر زیات قوت ورکوی.

اروپایی استعمارگرانو د ځایی امریکاییانو څخه د کسات اخیستلو په توگه د هغوی د سرونو د پوستکو جلا کولو ته مخه کړه.

د سرونود پوستکو په بدل کی انعامونو په ځایی امریکایانو کی قبیلوی جنگونه زیات کړل او د سرونو د پوستکو د جلا کولو عنعنه نوره هم زوروره سوه.

------------------------------------

د کال ١٩٩٠ د فبروری پر یوولسمه، د جنوبی افریقا د نژادی توپیر د ختمولو د تحریک مشر، نیلسن مانډیلا، د اوه ویشت کالو بند له تېرولو څخه وروسته، خوشی سو.

مانډېلا، چی یو قانون پوه وو، په کال ١٩۴۴ کی د افریقا د ملی کانگریس سره، چی د جنوبی افریقا تر ټولو زوړ سیاسی تنظیم وو، ملگری سو. هغه په کال ١٩٥٢ کی د افریقا ملی کانگریس د ریس مرستیال سو، او د جنوبی افریقا د نژادی توپیر د سیسټم پر ضد یې د تشدد نه کولو د مبارزې طرفداری کوله.

خو نیلسن مانډېلا په کال ١٩٦٠ کی د شارپ وایل په ښار کی د سوله ایزو مظاهره کونکو د قتل عام کېدلو څخه وروسته د افریقا د ملی کانگریس د ملېشو د څانگی په جوړېدلو کی برخه واخیستله او د سپین پوستو د اقلیت د حکومت پر ضد یې گیریلایی جنگونه پیل کړل.

-----------------------------------

د کال ١٩۴٢ د فبروری پر پنځه لسمه برټانیې په خپل پوځی تاریخ کی تر ټولولو یه ماته وخوړه او د سینگاپور ټینگه قلا یې له یوې هفتې محاصرې څخه وروسته جاپانیانو ته پرېښودله.

د جاپان قواو د برټانیې، اسټرالیا او هند څه دپاسه شپېته زره عسکر بندیان کړل او د متحدینو له هغو اویا زرو عسکرو سره یې یوځای کړل چی د برټانیې له خوا یې د ملایا د ټاپووزمی څخه د دفاع او د برټانیې د قواو د ماتی په وخت کی نیولي وه.

برټانیې د سینگاپور د لاسه ورکولو سره سم په اوبو کی یوه لویه ستراتیژیکه لاره بایلوده او د جاپان د یرغلونو دپاره د هند په سمندر کی لاره خلاصه سوه.

د برټانیې صدراعظم وینسټن چرچل دا د برټانیېه په تاریخ کی تر ټولو لویه او سخته فاجعه وبلله.

د هغو یو سلو او دیرشو زرو عسکرو له جملې څخه چی د جاپان د قواو په لاس کی بندیان سول ډېر زیات یې تلف سول.

وروسته د جنگ په پای کی په جنوب ختیځه اسیا کی د متحدینو د قواو اعلی قوماندان د مالایا د ټاپو وزمی د بیرته نیولو دپاره پلانونه جوړ کړل خو مخکی د برټانیې د حملې د پیل کېدلو څخه مخکی جاپان متحدینو ته تسلیم سو.

-----------------------------------

د کال ١٩٦٧ د فبروری پر دوه ویشتمه د انډونیزیا جمهور ریس عبدالرحیم یوکارنو خپل ټول اداری صلاحیتونه پوځی دیکتاتور حاجی محمد سوهارتو ته ورتسلیم کړل او پخپله د هیواد تش په نامه جمهوریس سو.

په کال ١٩٦٥ کی سوهارتو، چی یو عالیه رتبه پوځی منصبداروو، جمهور ریس سوکارنو په مټی له یوې کمونیسټی کودتا څخه وژغوره. په نتیجه کی ده د سوکارنو د لیری کولو او پخپله د قدرت نیولو اقدام وکړ او د انډونیزیا د کمونیسټانو په تصفیه کولو یې لاس پوری کړ او په زرهاو کمونیسټان یې قتل کړل.

په کال ١٩٦٧ کی ده بشپړ قدرت ونیوی او په کال ١٩٦٨ کی د جمهور ریس په حيث انتخاب سو.

سوهارتو تر کال ١٩٩٨ پوری، چی استعفی ته مجبورېدی، پرله پسې څو ځله د جمهور ریس په حيث انتخاب سو، په هیواد کی یې ثبات ټینگ کړ او انډونیزیا ته یې ښه اقتصادی ترقی ورکړه.

خو پر ده باندی د هغه د استبدادی نظام د چلولو او په کال ١٩٧٥ کی پر ختیځ تېمور باندی د یرغل کولو له امله سخت انتقادونه وسول.

پر ختیځ تېمور باندی د انډونیزیا د یرغل له امله تقریبا سل زره کسان د قحطی، ناروغیو او جگړو له لاسه مړه سول. سوهارتو په روان کال کی په داسی حال کی چی په گوښه کی یې ژوند کاوه وفات سو.

---------------------------------------

د کال ١٩٩٣ د فبروری پر شپږ ویشتمه د غرمې پر څه باندی دوولسو بجو د نیویارک په ښار کی د نړی وال تجارتی مرکز په وداني کی یوه ټروریسټی چاودنه وسوه، شپېته فوټه پراخ ارهډ یې جوړ کړ، او د چاودنی سره نیژدې یې څو پوړه ونړول.

که څه هم چی دغی چاودنی د ودانی اصلی ساختمان ته تاوان ونه رساوه، خو شپږ کسان یې مړه او څه د پاسه زر تنه یې ټپیان کړل.

نړی وال تجارتی مرکز ته څه باندی پنځه سوه میلوینه ډالره تاوان ورسېدی. ددغی چاودنی څخه وروسته مقاماتو د تجارتی مرکز له ودانیو څخه پنځوس زره تنه را وایستل، چی په سل هاو یې د لوگی د تنفس کولو له امله ناروغ سوي وه.

د دغی ودانی څخه د خلکو د رایستلو کار ټول ماپښین دوام درلود. د نیویارک د ښار مقاماتو او د مرکزی تحقیقاتو ادارې ایف بی آی د دغی پېښی د عاملینو د نیولو داپره پراخ تلاښ پیل کړ او په څو ورځو کی یې یو شمېر توندرو اسلامی عناصر ونیول سول.

د کال ١٩٩۴ د مارچ په میاشت کی څلور تنه ددغی چاودنی مرتکب وگڼل سول او په عمری بند محکوم سول.

ددغی ټروریسټی حملې نقشه جوړونکی او اصلی مشر رمزی یوسف د کال ١٩٩٥ د فبروری تر میاشتی پوری د پولیسو تر تعقیب لاندی وو او بالاخره په پاکستان کی ونیول سو.

هغه مخکی په فیلیپین کی وو او د هغه په کمپیوټرکی ځینی ټروریسټی پلانونه پیدا سول چی په هغو کی د پوپ دوهم جان پال قتلول، او په اته څلوېښتو ساعتونو کی د امریکا د هوایی شرکتونو د پنځه لسو الوتکو راغورځول شامل وه.

-----------------------------------

د کال ١٩٨٥ د فبروری پر شپږمه نېټه جمهوریس رانالډ رېگن ملت په خپله کلنۍ وینا کی د خپلی خارجی پالیسی ځینی اساسی ټکي بیان کړل چی وروسته د رېگن د نظریاتو په نوم یاد سول.

دغه نظریات په نړۍ کی د ازادی د جنگیالیو څخه د ملاتړ دپاره د رېگن د حکومت د پالیسی اساس وگرځېدی.

رېگن د خپلی خارجی پالیسی تبصرې په هغه ناڅاپی اعلان سره پیل کړې چی ویل یې ازادي د محدودو منتخبو خلکو حق نه بلکه د خدای دټولو بندگانو حق دی.

د امریکا ماموریت دا دی چی د ازادی او ډیموکراسی ملاتړ وکړی او دفاع ورڅخه وکړی.

رېگن په مشخص ډول اعلان وکړ چی موږ باید د خپلو متحدو ډیموکراسیو ترڅنگ ودرېږو او موږ باید له هغو کسانو سره خپل پیوستون پرې نه ږدو چی له افغانستان څخه نیولې تر نیکاراگوا پوری د شوروی په ملاتړ یرغل په مقابل کی جنگېږی او دهغو حقوقو څخه دفاع کوی چی زموږ د زېږېدلو د ورځی څخه زموږ ملکیت دی.

ده اعلان وکړ چی د ازادی د جنگیالیو ملاتړ د ځان څخه دفاع ده. رېگن په دغه اعلان سره په نړۍ کی د ازادی د جنگیالیو سره پوځی مرستی پیل کړې.

امریکا په عمل کی د کانټرا له یاغیانو سره په نیکاراگوا کی د شوروی ترحمایې لاندی رژیم په مقابل کی جنگېدل، د افغانستان له مجاهدینو سره چی د شوروی د یرغل په مقابل کی را پورته سوي وه او دانگولا د هغو جنگیالیو سره مرستی پیل کړې چی د کمونیسټانو په مقابل کی را ولاړ سوي او وسلې یې اخیستی وې.

------------------------------

د کال ١٩٩٩ د فبروری پر اومه د اوردون پاچا حسین بن طلال، چی په شلمه پېړۍ کی یې تر ټولو کسانو اوږده پاچهي کړې وه، وفات سو او دده زوی شهزاده عبدالله بن حسین د اوردون پر تخت کښېناست.

حسین په کال ١٩٥٢ کی د اوردون د دریم پاچا په حيث قدرت ونیوی او د خپل هیواد او ټول منځنی ختیځ دپاره یو ستر مشر ثابت سو.

حسین په کال ١٩٦٣ کی خپل یو کلن زوی عبدالله د خپل ولیعهد په حيث تعین کړ، مگر کله چی پر ده باندی څو قاتلانه حملې وسوې نو ملک حسین ته دا وېره ورپیدا سوه چی هغه به دونه عمر ژوندی پاته سی چی زوی یې لوی سی او د اوردون پاچهی په لاس کی واخلی.

ځکه یې په اساسی قانون کی تعدیل راووست او خپل کشر ورور شهزاده حسن بن طلال یې په کال ١٩٦٥ کی ولیعهد کړ.

وروسته له هغه چی د ملک حسین زوی عبدالله لوی سو ، بیا هم شهزاده حسن د ولیعهد په حيث پاته وو او د ١٩٩٠ د لسیزی په وروستیو کلونو کی یې، چی ملک حسین ډېر سخت ناروغ وو، د وکیل السلطنه په حيث کار کاوه.

خو ملک حسین د کال ١٩٩٩ د جنوری په میاشت کی د خپلی مړینی څخه څو هفتې مخکی شهزاده عبدالله خپل ولیعهد کړ او د شهزاده حسن څلور دېرش کلني ولیعهدی ته یې خاتمه ورکړه.

د فبروری په میاشت کی اوه دېرش کلن عبدالله د خپل پلار پر ځای د اوردون پاچا سو.

XS
SM
MD
LG