د پاکستان د سمندری قواوو قوماندان ویلی چی د هند د اټومی وسلو د انتقالونکی توغندی ازموینه به په سیمی کی د وسلو نوی سیالی رامینځته کړی.
د سمندری قواوو قوماندان افضل طاهر د پاکستان دولتی مطبوعاتو ته په کراچی کی نن له هغه وروسته دا تبصره وکړه چی د ابتل نه یی داسی توغندی ازمویلی چی اټومی کوپړی انتقالوی شی.
د پاکستان د سمندری پوځ قوماندان دغه موضوع ډیره جدی گڼلی ده.
هند د کی پنځلس ډوله په توغندی د سی شنبی په ورځ د هند په ختیځ ساحل کی ازمویلی دی، دغه کی پنځلس ډوله توغندی د اوو سوو کیلو مترو واټن وهلی شی.
هند د امریکا، روسیی ، فرانسی او چین نه وروسته پنځم ملک دی چی دا ډول اټومی طاقت لری.
پاکستان هم چی اټومی ازموینی یی کړیدی، د هند سره یی دری ځله جگړه کړیده. دواړو ملکونو په ٢٠٠۴ کال کی په خپلو کی سوله وکړه.