د لاس رسي وړ اتصالات

الظواهري په یوه نوې ویډیو کی د خپل یوه وژل شوي قوماندان ستاینه کړې ده


د القاعده دوهم لمبر لوی مشر ایمان الظواهري په یوه نوې ویډیو کی لیدل سوی چی د خپلي ډلي د یوه لوی قوماندان چی تیره میاشت په پاکستان کی ووژل سو ستاینه کوی.

په دې ویډیو کی ظواهري ابو لیث اللیبي ته چی ویل کیږی ددغي تروریستي ډلي دریم لمبر مشر و، احترام څرگندوي.

د پاکستان د استخباراتو د مامورینو په قول لیبي د جنوري د میاشتي په آخیر کی په شمالي وزیرستان کی د امریکا د راکټ په حمله کی ووژل سو.

امریکایي مامورین وایی چی اللیبي چی اصلا په لیبیا کی زیږیدلی و د ٢٠٠٧ کال د فیبروري په میاشت کی کله چی د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ډیک چیني افغانستان ته په سفر تللی و او په هغه ملک کی یې د امریکا غټه نظامي اډه کتله د انتحاري حملې ترتیبات نیولي وو. په دې حمله کی ٢٣ تنه ووژل سول.

د ظواهري دا ویډیو پرون د چهارشنبې په ورځ په یوه اسلامي ویب سایټ کی چی عموما د القاعده پیغامونه نشروی، خپره شوې ده. د امریکا حکومت لا د هغې اعتبار نه دی تایید کړی.

XS
SM
MD
LG