د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان 'تقریبا ٦٠ فیصده د محلي قبایلو په کنټرول کی دي'


د امریکا د ملي استخباراتو رئیس، مایک میک کانیل، وایی چی د افغانستان د جمهور رئیس، حامد کرزي حکومت، د هغه ملک یوازی دیرش فیصده په کنټرول کی لری.

هغه دا وینا پرون د امریکا د مشرانو د جرگې د وسله والو خدماتو جرگه گۍ ته په استماعیه غونډه کی وکړه.

میک کانیل وویل د افغانستان تقریبا ٦٠ فیصده د محلي قبایلو په کنټرول کی دي، او پاته لس فیصده طالبان کنټرولوي.

د امریکا د استخباراتو رئیس د مشرانو د جرگې د وسله والو خدماتو جرگه گۍ ته وویل چی په افغانستان کی د مخدره موادو تجارت لا د هغه ملک تر ټولو سخته جنجالي مساله ده.

هغه وویل چی د مخدره موادو نه را پیدا شوو جنایاتو د کابل د حکومت واک اختیار محدود کړی او د اقتصادي ودي مخه یې نیولې ده.

د امریکا ددفاع د وزارت د استخباراتو رئیس، ډگر جنرال مایکل ماپیلز هم دغي جرگه گۍ ته وویل چی استبارات په دې عقیده دي چی القاعدې او د هغې طرفدارانو په افغانستان کی په یاغیانو کی زیات ملاتړ تر لاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG