د لاس رسي وړ اتصالات

مخالفو گوندونو له مشرف څخه یې و غوښتل چې د نوي پارلمان غونډه را و غواړي


د پاکستان د حکومت مخالفو گوندونو د جمهور رئیس پروېز مشرف خلاف خپل پارلماني زور په یوه میلمستیا کې د ١٧١ پالماني غړو په را ټوله ولو ښکاره کړ، او له مشرف څخه یې و غوښتل چې ژر تر ژره دې د نوي پارلمان غونډه را و غواړي.

د جنوري په اتلسم تر سره شوي انتخاباتو کې د پاکستان پیپلز گوند او د مسلم لیگ نواز گوند بریا د مشرف پلویان له حکومته و غورځه ول او غواړي په هیواد کې یو وار بیا ډیموکراسي پلي کړي.

خو دغې بریا دواړه گوندونه له پخواني زورواک مشرف سره په مخالفت کې بالمقابل درولي او دا کار کېدای شي د اسلام اباد پام د ترهگرۍ خلاف جگړې څخه خپل منځي شخړو ته واړه وي.

د مخالف دوه تر ټولو لوی گوندونه او د سرحد ایالت دوړه واړه گوندونه چې په تېرو انتخاباتو کې بریالي شول، د اسلام اباد په سوانکي نومي هوټل کې سره راټول شوی وو.

د پیپلز گوند مشر اصف علي زرداري د خپلې وژل شوې مېرمني بېنظیر بوټو په یادوه ولو سره د پارلمان له غړو څخه و غوښتل چې د ډېموکراسۍ د بېرته په ځای کولو او له سیاست څخه د پوځ د رول ختمولو لپاره سره شو شي

ذرداري وویل:

‏ ‎"زما شهېدې مېرمني ته به د احترام ترټولو ښه طریقه دا وي چې مونږ سره یومټي شو، ډیموکراسي را ولو، پارلمان ته واک وکړو، او د پوځ رول ختم کړو.‏"‎‏‎

نواز شریف بیا له مشرف څخه و غوښتل چې ژر تر ژره د پالمان غونډه را و غواړي چې د اساسي قانون د بېرته په ځای کولو لپاره، چې ډېر انتظار ورته شوی، کار شورو کړي:

‏ "‎مونږ به بې د کومو شخصي مقصدونو او گټو د یو بل ملاتړ وکړو. زمونږ یواځنۍ گټه پاکستان او ډیموکراټیک پاکستان دی. نن مونږ له دیکتاتورۍ سره په جگړه یو او دیکتاتورئ ته باید ماتې ورکړو."‏

XS
SM
MD
LG