د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سوات په ښایسته دره کی څه پیښیږی؟


تېرکال د پاکستان د سوات د ښایستې وادي ډېره زیاته برخه اسلامی توندروانو ونیوله. د توندرو مولنا فضل الله پیروانو د پولیسو دفترونه ونیول او په ټوله وادي کی یې، چی یو وخت ډېر زیات سیلانیان ورته راتلل، د اسلامی شریعت محکمې جوړی کړې.

د پاکستان حکومت څه باندی لس زره پوځیان ورواستول او د توندروانو سره یې څو میاشتی جگړې وکړې او اوس د پاکستان پوځ وایی چی د هغی سیمی په سلو کی نیوي برخی یې بیرته نیولي دي.

د امریکا ږغ خبریال بېری نیوهاوس د سوات نه رپوټ راکوی چی د پوځ قوماندانان اوس وایی چی ددغی سیمی نوي انتخاب سوي مشران باید هغه مسایل حل کړي چی په لومړي سر کی یې یاغیانو ته ددغی سیمی د نیولو زمینه برابره کړې وه.

جگړن عظمت عباس حسین، د سوات دوادي په یوه ښایسته گوښه کی ولاړ وو او د لاسی ټلفونونو هغه برج ته یې اشاره کوله چی تر دې نیژدې وختونو پوری پر ټلفونی مخابرو برسېره د نورو عملیاتو دپاره هم کار ورڅخه اخیستل کېدی.

دی وایی: "ددغه برج څخه مولنا فضل الله کار اخیستی. هغه په دغه سیمه کی ملکی خلک گمراه کول او غلط معلومات یې ورکول. ده له دغه ځایه څخه د خپلي ایف ایم راډیو خپروني کولې. نو پوځ دغه برج د جنوری پر شپږمه ونیوی او فضل الله له خپلو پیروانو سره وتښتېدی."

مولنا فضل الله د سوات یو ملا دی، چی تقریبا شپږ زره جنگیالی یې درلودل او تر دې وروستیو شپو ورځو پوری یې د سوات د وادي ډېره زیاته برخه په کنټرول کی وه.

د ده غیر قانونی متحرک ایف ایم راډیو سټېشن، چی په راډیو مولنا مشهور وو، له دغه برج څخه موعظې خپرولې او دی یې په ټوله سیمه کی مشهور کړی وو.

د پوځ نطاق جنرال اطهرعباس وایی، فضل اله د پاکستان له نورو سیمو څخه جنگیالي استخدام کړي وه خو اکثر جنگیالي یې د سوات اوسېدونکي وه.

هغه وایی: "د ستونزو اصلی منبع او ریښه دلته ده. دا یوه ډېره زړه کیسه ده چی خبره یې مولنا فضل الله ته رسېدلې ده، مگر دا خبری اوستونزي له ده څخه ډېری مخکی پیل سوي وې."

مقامات وایی د سوات د وادي بېکاره قضایی سسټم او د پولیسو کمزوره قوې فضل الله ته دا زمینه برابره کړه چی د خپلو وسله والو یاغیانو دپاره ملاتړ ترلاسه کړی.

تورن جنرال ناصر جنجوا په سوات کی د پوځی عملیاتو قوماندان دی. دی وایی کله چی د فضل الله نفوذ زیات سو نو ډېرو محلی خلکو یې هرکلی وکړ ځکه چی دوی فکر کاوه چی هغه به په سیمه کی نظم او قانون ټینگ کړی.

هغه وایی:"د سوات د وادي شته منو، لوستو او اعتدال خوښونکو خلکو د پوځی عملیاتو غوښتنه وکړه. خو د خلکو زیاتی فیصدی، چی د منځنی طبقې او کښتي طبقې خلک وه، بیا هم د مولنا فضل الله د شریعت د ټینگېدلو غوښتنه کوله."

د فضل الله جنگیالیو حکومتی دفترونه اود پولیسو سټېشنونه ونیول. د سیلانیانو ددغی سیمی څخه یې داسی ځای جوړ کړ چی د پوځ د قوماندانانو په قول د نه ورتلو ساحه وه.

محلی خلک وایی توندورانو د کلیو په بازارونو کی محکمې جوړي کړې او د هغو کسانو سرونه یې پرې کول چی دوی به په جاسوسی کولو تورن کړي وه.

جنرال عباس وایی دغو بېځایه سختو اعمالو د فضل الله هغو وعدو ته تاوان ورساوه چی ویل یې یو باکفایته قضایی سسټم به تاسیسوی او د هغه طرفداران کم سول.

هغه وایی: "دوی ځکه د هغه طرفداری کوله چی فکر یې کاوه بله لاره نسته، ځکه چی په هغه سیمه کی نظم اوقانون له منځه تللی وو، او خلکو ته بله لاره پاته نه وه."

کله چی د یاغیانو د زیاتېدلو له امله د حکومت سره اندېښنه پیدا سوه نو پوځ د نوامبر د میاشتی په پای کی د توندروانو په مقابل کی پوځی عملیاتو ته زور ورکړ.

عسکرو یاغیان پسی واخیستل او د غرونو هغو ستراتیژیکو سمڅو ته پسی ورغلل چی هغوی په نیژدې څوکو کی کیندلي وه. ٢٣٠ یاغیان یې ووژل او تقریبا ١٦٠ تنه یې ونیول. پوځ اوس د غرونو تقریبا ټولی څوکی د پوځ په کنټرول کی دي او د یو نیول سویو غرنیو پوستو ته ژورنالیسټان بوتلل.

نور توندروان یا له سوات څخه وتښتېدل او یا هغو څلورو ځایونو ته ولاړل چی د پاکستان پوځ گزمې نه پکښی کوی. په سوات کی اوس هم خال خال حملې کېږی. د مثال په توگه تېره هفته د واده په مراسمو کی سړک پرغاړه د بمب چاودنه وسوه او دیارلس تنه یې ووژل.

جنرال ناصر وایی په کلیو کی د شپې له اتو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوری پر گرځېدلو باندی بندیز لگېدلی دی.

که موږ دغه بندیز ونه لگوو، نو ډېر کسان به ووژل سی. دغه توندروان به راځي او د حکومت طرفدار خلک به قتلوی. پوځی مقامات وایی په سیمه کی د امنیت د بهترولو دپاره تر هر څه زیات د قضایی سسټم بهترول لازم دي او په دې توگه د محلی خلکو باور ترلاسه کېدلای سی.

په تازه رایه گیریو کی خلکو هغه اسالامی گودونه رد کړل چی د کال ٢٠٠٢ په وروستیو انتخاباتو کی یې تر ټولو زیاتی رایی گټلي وې. په عوض کی د نېشنل عوامی گوند استازو د سوات د صوبایی اسامبلی د اوو څخه شپږ چوکی وگټلې.

جنرال اطهر عباس وایی: "ملکی حکومت دغه وظیفه پر غاړه اخیستې ده او دوی د خلکو د اکثریت د غوښتني سره سم کار کوی او کوښښ کوی چی د اکثریت خلکو غوښتني پوره کړي او دا ضروری نه ده چی هغه څه عملی کړي چی د فضل الله ډلی غوښتل او یا یې جاري کړي وه."

نن سبا مولنا فضل الله د څشی طرفداری کوی دا نه ده معلومه. د هغه راډیو سټېشنونه بند سوي دی او پوځ د سوات په وادي کی د هغه غیر قانونی خپروني اخلالوی.

پوځی مقامات وایی هغه تر تعقیب لاندي دی او د هغه په هغو اکثرو شپږو زرو جنگیالو پسی تلاښ روان دی چی یو وخت یې ده مشری کوله.

XS
SM
MD
LG