د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلی بریدونه یو ماشوم یې وژلی او دیرش نور کسان یې ټپیان کړي دي


اسرائیلی الوتکو په غزه کې د حماس په حکومتي ودانیو او د فلزاتو په کارخانو د چهار شنبې په ورځ ناوخته بریدونه وکړل، یو ماشوم یې وژلی او دیرش نور کسان یې ټپیان کړي دي.

دا حمله پر اسرائیل باندې د راکټي برید د غچ اخیستو لپاره وشو چې په یو پوهنتون کې یو اسرائیلی په کې وژل شوی و.

حماس په پوهنتون باندې د راکټي برید مسولیت په غاړه اخستی او وایې چې تردی وړاندی اسرائیلي الوتکو په غزه کې اوه کسان وژلي و چې د حماس د راکټی عملیاتو یو جگپوړي قوماندان هم په کې شامل دی.

اسرائیلي پوځ وایې چی ددوی د بریدونو هدف په حکومتي ودانیو کې د قوماندې محلونه او هغه ځایونه وو چې وسلی پکې جوړیږي او ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG