د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیی شهزاده په افغانستان کی د طالبانو پر خلاف جنگیدلی دی


د برتانیی د دفاع وزارت وایی چی شهزاده هری د دریو میاشتو لپاره د افغانستان په جنوب کی د طالبانو پر خلاف د جنگ په لومړی کرښه کی جنگیدلی دی.

د برتانیی د دفاع وزارت دا خبره تایید کړه چی دغه درویشت کلن شهزاده، د تیر کال د ډسمبر د میاشتی راهیسی د هلمند په ناکراره ولایت کی، د خپلو قواوو ترڅنگ په جنگ شامل و.

د برتانیی د پوځ قوماندان جنرال ریچارد دانت وایی چی په افغانستان کی په جنگ کی، د شهزاده گډون د افتخار وړ دی او ده په محاربه کی د نورو عسکرو په شان جنگیده.

افغانستان ته د شهزاده د اعزام خبر د برتانیی د حکومت او مطبوعاتو د موافقی په اساس نه وخپور شوی.

خو چارواکی وایی چی دا خبره یوی استرالیایی مجلی او جرمنی ورځپاڼی بر بنډه کړی ده.

ډانت نن وویل چی دی د دی خبر د بربنډ کییدو له امله ډیر متاثره دی.

او د دفاع وزارت به له سره په دی غور وکړی چی شهزاده به بیا افغانستان ته ولیږی او که نه.

XS
SM
MD
LG