د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې نظاميان په افغانستان کی د شهزاده هیري د خدمت په باب اختلافات لری


د برتانیې لوړ رتبه نظامي مامورین په دې باندی بحثونه کوی چی اوس چی دا خبره افشا سوې چی شهزاده هیری افغانستان ته تللی او د جگړې په مخکښه کرښه کی د طالبانو سره جنگیږی ، څه باید وکړی . په دې هفته کی دا رپوټ خپور سو چی د برتانیې دغه ٢٣ کلن شهزاده چی د هغه ملک د تخت و تاج دریمه درجه وارث دی افغانستان ته تللی او د تیر کال د ډیسیمبر د میاشتي د نیمایی نه را وروسته یې د هلمند په ولایت کی د نورو برتانوی عسکرو سره یو ځای په خدمت شروع کړې ده .

د برتانیې حکومت د هغه ملک د مهمو مطبوعاتو سره موافقه کړې وه چی تر څو چی په افغانستان کی د شهزاده هیری د عسکري خدمت دوره پوره سوې نه وی د هغه ددې ماموریت په باب دی هیڅ نه وایی . د هغه دا دوره د جون د میاشتي په نیمایی کی ختمیږی . مگر په دې هفته کی په امریکا کی دیره یوه خبري سرویس دا موضوع افشا کړه او دغه شهزاده او د هغه نور عسکري ملگري یې د زیاتو خطرونو سره مخامخ کړل . د برتانیې د پوځ عمومي قوماندان جنرال ریچارډ ډینیټ وایی چی په افغانستان کی د شهزاده عسکري خدمت د عبرت وړدی او دغه ځوان شهزاده هغومره ځان خطر ته اچولی لکه دده د عسکري قطعې نورو عسکرو چی دا خطر قبول کړی دی .

جنرال ډینیټ وویل چی دی په دې مایوسه سوی دی چی په افغانستان کی د شهزاده د عسکری خدمت خبره افشا سوې ده . دغه جنرال وایی چی د برتانیې ددفاع د وزارت مامورین به اوس په دې غور کوی چی شهزاده هیری به په افغانستان کی خپل دې خدمت ته دوام ورکړی که نه .

XS
SM
MD
LG