د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د بم په چاودنه کی درې پولیسان وژل سوي دي


پاکستاني چارواکي وایی چی نن په صوبه سرحد کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی د پولیسو یو موټر تباه سوی ، درې پولیسان یې وژلي او دوه نور یې زخمیان کړي دي . مامورینو وویل چی دا چاودنه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی سوې ده هغوی ونه ویل چی دا چاودنه چا کړې ده . پرون په شمالي وزیرستان کی په یوه کور کی د یوې بې پیلوټه الوتکي له خوا یو راکټ فایر سو چی ١٣ مشکوک یاغیان یې ووژل چی په هغو کی لس تنه یې خارجي عرب وو .

د سیمي اوسیدونکو او مامورینو وویل چی دا کور د پاکستان د دغي قبایلي سیمي د یوه اوسیدونکي و چی د القاعده او یاغي طالبانو سره یې اړیکي درلودې . د پاکستان د پوځ یوه نطاق تورن جنرال اختر عباس وویل چی هغه چاودونکي مواد او بمونه چی په دې کور کی ذخیره سوي وو د چاودني سبب سو او دا خلک یې ووژل . په عین حال کی د پاکستان د پیپلز پارټۍ او د پاکستان د نواز مسلم لیگ گوند چی وروستي انتخابات یې وگټل ویلي دي چی دوی د پاکستان په خاوره کی دننه د توغوندیو د حملو مخالف دي .

ددغو دواړو گوندونو سیاستمدارانو د امریکا غږ اردو خپرونی ته وویل چی په آینده کی دداسی حملو په باب باید چی د پارلمان سره صلا مشوره وسی .

XS
SM
MD
LG