د لاس رسي وړ اتصالات

هند دهقانانو سره  په میلیاردوډالره مرسته کوی


دمالېې وزیر چیدامبرم نن دجمعی په ورځ پارلمان ته وویل، حکومت به دیرش میلونو دهقانانو ته چې کمی ځمکی لری ، پوروبخښی او وعده ئې وکړه چې دلس میلونو نورو دهقانانو سره به مالی مرسته وکړی . ښاغلې چډامبرم په داسی وخت کې کلنی بودیجه پارلمان ته وړاندی کوله چې چکچکې ورته کیدی اودغه پور به چې پنځلس میلیارده ډالرکیږی، حکومت په غاړه اخلی .ښاغلې چیدامبرم وائې: دمنځنی سطحی او دکموځمکودهقانانو ته به په بشپړډول پورونه وبخښل شی. دغه پورونه ددوه زره اوم کال نه ددوه زره اتم کال دفبروری تر ٢٩ می نیټی پوری نه وتادیه شوی .

دنورو دهقانانو په برخه کې به دیووخت لپاره فیصله کیږی . دهند زرعتی سیکټور تقریبآ دبحران سره مخامخ شویدی او توقع کیږی چې په زرعتی تولیداتو کې دتیرکال په مقایسه دوه عشاریه شپږفیصده کموالی راشی . په سلگونو دهقانان سخت پوره وړی شوی وو. رپوټونه وائې، ځینوئې په دی ورستیو کلونو کې ځانونه هم وژلی وو. دکانگرس په مشری حکومت چې دغه پورونه وبخښل نو ځینی څارونکی داسی فکرکوی چې غواړی دراتلونکی کال په عمومی انتخاباتو کې دکلیوالو خلکو رایه لاس ته راوړی .

دکانگرس په مشری حکومت په دوه زره څلورم کال کې قدرت ته ورسید نو په هغه وخت کې ئې وعده کړی وه چې اقتصادی وده باید یوه جامع بڼه ولری او دا اقتصادی وده باید دهیواد په نیسمنو سیموباندی وویشل شی . مگر په لسگونومیلونه خلک اوس هم په فقر کې ژوند کوی . دمالیې وزیر دا اعلان هم وکړچې دپوهنی او روغتیا په څیر سیکټورونو ته به زیاته بودیجه تخصیص کړی . هغه وویل، حکومت دتیلو، خوراکی موادو او نوروضروری شیانو دقیمتونو دلوړیدلو په علت سره دانفلاسیون مخی نیولوته متوجه دی . ښاغلئ چندامبرم وائې: ٢ دغه ټول اړخونه دانفلاسیون پوری ارتباط لری . په کورینی قیمتونو په خاصه توگه په خوراکی موادو باندی فشار راوړی . په روان کال کې به دخوراکی موادو انتظام ډیر مهم وی .

ما لېې وزیروویل، اقتصادی وده یوه څه وروشویده دتیرکال په مقایسه چې اقتصادی وده پکې نهه عشاریه شپږفیصده وه ، په روان کال کې اقتصادی وده اته عشاریه اوه فیصده ده . ددی لپاره چې د انفلاسیون مخه نیول شوی وی حکومت تیرکال دربحی نرخ لوړکړی واو همدا علت دی چې اقتصادی وده یو څه ورو شویده . سره لدی چې دهند اقتصادی وده وروشویده خوبیاهم دغه هیواد په نړۍ کې دوهم ملک دی چې اقتصاد ئې په ډیره چټکی وده کوی .

XS
SM
MD
LG