د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په افراطی مشر باندی په رسمی توگه دمیرمن بهتودقتل تورولگول شو


دپاکستان پولیسانو په هغه پاکستانی افراطی مشرباندی چې دطالبانواوالقاعدی سره ارتباط لری، دپخوانی صدراعظمی بینظیر بهتودقتل تورولگاوه . دپاکستان پولیسانو نن دشنبی په ورځ وویل، دوی په راولپینډی کې دتروریزم ضد محکمه کې مقدماتی توردبیت اله مسحود څلورو نوروپه خلاف په خلاف ولگاوه . دغه پنځه مشکوک کسان فراریان یادشول اوقاضی ددوی دبندی کولو امرورکړیدی .

دپاکستان حکومت او دامریکا داستخباراتوادارې په مسحود تورلگولی دی چې دډیسمبر د٢٧ نیټې په توطئه کې ئې لاس لاره چې په راولپینډی کې دپخوانی صدراعظمې بینظیر بهتو دوژلو په باب جوړه شوی وه . گمان کیږی چې مسحود دجنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې پټ دی . پولیسانولاپخوا د١٥ کلن هلک په شمول پنځه نورمشکوک کسان نیولی دی . له بل پلوه دپاکستان دپخوانی صدراعظم نوازشریف ورور له تورونونه خلاص کړی شو چې وائې، هغه په ١٩٩٨ م کال کې دپنځو افراطیانو دوژلو امرورکړی و. نن دشنبی په ورځ دلاهور په یوه محکمه کې شهباز شریف له هغو تورونونه په رسمی توگه خلاص کړی شوچې وژل شوو کسانو کورنیو خپل تورونه وبخښل .

شهباز شریف په هغه وخت کې دپنجاب دصوبی اعلی وزیر وچې دغه کسان ووژل شول . نوازشریف او ورور ئې دمجبوریت له مخی په سعودی عربستان څوکاله دتعبید ژوند تیرکړ . دوی ته دنومبرپه میاشت کې اجازه ورکړل شوه چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شی . دوی ته اجازه ورنکړل شوه چې دفبروری دمیاشتی په پارلمانی انتخاباتوکې برخه واخلی ځکه چې جنائې تورونه ورباندی لگیدلی وو. دمحکمې دغه امراوس شهبازشریف ته لاره اواره کړه چې دمنځنی دوری دانتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی .

XS
SM
MD
LG