د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ وائې، امریکا غواړی چې دپاکستان ملیشه وروزی


یو خپورشوی رپوټ وائې، امریکا په پلان باندی کارکوی چې غواړی تقریبآ سل روزنکی پاکستان ته ولیږی چې هلته ملیشه قواوی وروزی. ددغو قواو هدف به د افغانستان سره په سرحد کې په قبائلی سیمه کې القاعده او نور افراطیان وی.

د نیویارک ټائمز په ننی گڼه کې یو رپوټ خپورشویدی چې وائې، د امریکا د جنوبی ایالت په فلوریدا کې په مرکزی قوماندانی کې د څلویښتو پاڼو په یو پلان باندی اوس غور کیږی چې غواړی د امریکا د خاصوعملیاتو په قواو کې زیاتوالی راولی څو د پاکستان پوځ ته د بغاوت ضد تکتیکونو کې روزنه ورکړی.

د ورځپاڼې په دغه رپوټ کې د هغو نظامی مامورانو له قوله ویل شویدی چې نه غواړی نومونه ئې یاد شی.

رپوټ وائې، دغه قواوی به د پاکستان د سرحدی قواو په روزنه کې مرسته وکړی. د دغې قوا شمیر ٨٥ زرو تنو ته رسیږی چې دا قطعه د پښتنو قبائلونه جوړه شویده.

د نیویارک ټائمز ورځپاڼه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د نطاقی ایلزابت کولټن له قوله لیکی چې امریکائې روزنکی به دهغو پاکستانی پوځیانو سره مرسته وکړی چې هغوی به بیا سرحدی قوا روزی.

ورځپاڼه د یو لوړ رتبه نظامی مامور له قوله لیکی چې امریکائې روزونکی به په لومړی سرکې د پاکستان په نظامی مرکزونو کې دیره وی مگر کیدای شی چې وروسته بیا دماموریت په وخت دپاکستانی عسکرو سره ملگروتوب وکړی.

رپوټ وائې، امریکا ئې پوځ دپاکستان دسرحدی قوا سره ‏(‎٢٥ ‏)‎ میلونه ډالرمرسته کړیده چې خپل ځان ته ورباندی تجهیزات برابرکړی.

دوی غواړی چې په روان کال کې ‏(‎٧٥ ‏)‎ میلونه اضافی مرسته ورسره وکړی .د امریکا دحکومت یو لوړرتبه ماموروائې، کیدای شی چې دغه اندازه په راتلونکو څوکالو کې ‏(‎۴٠٠ ‏)‎ میلونو ډالروته ورسیږی.

دغه پیشنهاد باید دامریکا د مرکزی قوماندانی مشر دسمندری قواو سترجنرال ویلیم فالون او همدغه راز ددفاع وزیر رابرټ گیټزمنظور کړی.

XS
SM
MD
LG