د لاس رسي وړ اتصالات

بش: طالبان حکومت ته لوی خطر نه شي جوړولی


جمهور رئیس بش وايي عراق د امریکا د متحده ایالتونو سره د اوږدې مودې امنیتي موافقې ته اړتیا لري، ترڅو د موکراسي په دې ملک کې خوندي شي.

ښاغلي بش د دنمارک د صدر اعظم اندرس فاگ راسموسن سره د خبرو په وخت وویل چې په افغانستان کې د ناتو نورو پوځونو ته اړتیا شته ده.

جمهور رئیس بش چې په تکزاس کې د خپلې کروندې نه خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "زه په دې پوهیږم چې عراقي مشرانو ولې احمدي نژاد بغداد ته بللی دی. دی هیله لري چې دوی د یکشنبې د کتنې په وخت احمدي نژاد ته څرگند پیغام ورسوي".

جمهور رئیس بش وویل: "پیغام باید دا وي: مغلقې وسلې چې ځمونږ خلک ورباندې وژل کیږي مه رالیږه. او پیام دادی: مونږ د امریکا سره د امنیت په برخه کې د اوږدې موافقې په لټه کې یو تر څو زمونږ د دموکراسۍ دودې لپاره کافي وخت ولرو."

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر، رابرت گیتس، ویلي ؤ چې امریکا نه غواړي په عراق کې د اوږدې مودې لپاره اډې ولرې. خو د امریکا حکومت د خپلو پوځونو لپاره د یوې موافقې د تر لاسه کولو پسې دی تر څو له عراق سره پوځي اړیکې تامین کړي.

جمهور رئیس بش وویل د ایران مشر ته بل پیغام دادی چې بین المللي ټولنه د ایران د یورانیمو د غني کولو د پروگرام په برخه کې جدي دي.

په ایران باندې د نورو بندیزونو لگولو لپاره د ملگرو ملتو بل اقدام بلې هفتې ته کیدونکی دی. ایران وايي د یورانیمو په غني کولو ځکه لگیا دی چې د برښنا په تولید کی ورنه گټه واخلي، نه دا چې اتمي وسلې ورنه جوړې کړي.

جمهور رئیس بش د دنمارک د صدر اعظم راسموسین سره د خبرو نه وروسته خبریالانو سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو د اقلیم په بدلون، د دارفور په بحران، کینیا او په راتلکونکې میاشت کې په رومانیا کې د ناتو په کیدونکي غونډې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناتو د پوځونو د زیاتوالي په هکله خبرې کیږي.

راسموسین وايي: "مونږ ډیرې هلې ځلې کوو تر څو په افغانستان کې زمونږ ماموریت بریالی شي. د افغانانو لپاره، د بین المللي امنیت لپاره او همدارنگه د ناتو لپاره دغه ماموریت ډیر مهم دی. نو ځکه مونږ په افغانستان کې د ناتو ډیرو قواوو ته اړتیا لرو."

په داسې حال کې چې د ناتو ٢٦ واړه هیوادونه په افغانستان کې قواوې لري خو ددې هیوادونونه ځنې داسې هم دي چې ددوی قواوې د طالبانو سره مخامخ په جگړه کې نه دي شامل او د ملک په خوندیو ځایونو کې میشته دي.

جمهور رئیس بش وویل دی د ناتو غړو هیوادو په ستونزو خبر دی، خو دی د دوی نه غواړي چې د طالبانو سره جبهو ته ډیر نور عسکر هم ور ولیږي.

بش وویل: "پرو سږ کال دا وخت ؤ، او طالبانو دفاعي حالت درلودل، سږکال بیا دوی د اکار کوي. ایا دوی اوس هم خطر ناک دي؟ بلي اوس هم دوی خطر ناک دي."

ښاغلي بش وویل طالبان اوس هم ځان مرگي کسان استخداموي، مگر حکومت ته لوی خطر نه شي جوړولی. ده وویل ناتو کولی شي د طالبانو په ضد وجنگیږي، خو دوی ډیرو عسکرو ته اړتیا لري ترڅو دغه وظیفه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG