د لاس رسي وړ اتصالات

لږ تر لږه ٢٣ تنه، د بغداد په دوه جلا جلا چادونو کی، وژل شویدی


د عراق پولیسو ویلی دی چی لږ تر لږه ٢٣ تنه د بغداد په دوه جلا جلا چادونو کی وژل شویدی. پولیس وایی چی لومړئ خونړئ چاودنه د بغداد په باب المخدوم سیمه کی وشوه؛ چی کله د بار دو ډک موټر وچاودیدو او ١٥ تنه یی مړه او ۴٣ نور یی ژوبل کړل.

بلخوا د بغداد په ختیځ کی د عراق امنیتی مامورینو ویلی چی یو ځان مرگی بم چاونکی خپل موټر د عراق فوځ د یوی پوستی سره وجنگو او دوه پولیس یی مړه او ٦ نور ژوبل کړل.

د تشدد په یوه بله پیښه کی د بصری په ښار کی پولیسو ویلی چی وسله والو کسانو د ولایتی امنیت د پولیسو مشر سره د خپلو دریو محافظانو وژلی دی.

نن د بغداد په شمالی برخه سمارا کی یو موټر بم چاودیدلی دی. د یو ماشوم په شمول یی څلور عراقیان وژلی دی.

مقاماتو د دی حملی مسولیت په عراق کی د القاعده په ډلی اچولئ.

XS
SM
MD
LG