د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په خوست کې د ناټو په یو مرکز باندی حمله کړیده


طالبانو د هغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې پرون د دوشنبی په ورځ دخوست په ولایت کې دناټو په مرکز باندی شوی وه.

په دغه حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه زخمیان شوی وو. دا معلومه نده چې په دغه حمله کې څوک وژل شویدی هم دی او که نه.

د امریکا د پوځ نطاق وائې، د ناټو لږ تر لږه دری عسکر په دغه حمله کې زخمیان شویدی او محلی مقامات وائې، دری افغان پولیسان هم زخمیان شویدی.

د ناټو د عسکرو هویت تر اوسه پوری ندی څرگند شوی. افغان مامورانو وویل، حمله کونکو مخکی لدی نه چې په دغه مرکزکې خپل موټر وچوی، د ناټو په مرکز باندی ئې ډزی وکړی.

د کاناډا نظامی مقاماتو پرون ددوشنبی په ورځ رپوټ ورکړ چې د دوی یو عسکر د یکشنبی په ورځ په کندهار کې وژل شوی و.

او افغان مقاماتو وویل، د یکشنبی په ورځ د هلمند په ولایت کې د عملیاتوپه وخت کې څه د پاسه شل تنه یاغیان وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG