پرون پاکستاني پولیسو د مدافع وکیلانو پر هغی ډلی باندی اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ چې د پرویز مشرف نه یی د گوښه شوي قاضی القضات د بیرته په کار گمارلو غوښتنه کوله.
پولیسو چی د خشونت ضد خولې یې په سر وې د دوه سو وکیلانو پرډلې باندې چی د افتخار محمد چودري په ملاتړ یی د هغه کور مخې ته شعارونه ورکول، د اوښکي بهونکي گاز څو څو ډبې استعمال کړی.
د پاکستان قاضی القضات، افتخار محمد چودری، او کورنی یی د نوامبر دریمی نه را پدی خوا کله چی پرویز مشرف بیړنی حالت اعلان کړ په خپل کور کې تر نظارت لاندی ساتل شوی دی.
تلویزیوني شبکو دا ټول جریان د پاکستان خلکو ته ورښکاره کړ.