د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ایران پر خلاف دریمه دوره بندیزونه ولگول


د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د ایران پرخلاف دریمه دوره بندیزونه ولگول او د ایران چارواکو ته یې پیغام ورکړ چې د یورانیمو د غني کولو نه لاس نه اخیستل نه شي منلی او دا کار به هغوی ته نور هم گران تمام شي.

د پنځلسو غړو د امنیت په شورا کې ١۴ رایې د بندیزونو په حق کې وې او یوه رایه ممتنع وه.

د رای گیري نه سمدستي پس د بندیزونو په لړ کې د مخکښو هیوادونو د سفیرانو، امریکا، روس، چین، برتانیه، فرانسې او جرمني د سفیرانو گډه اعلامیه د برتانیې سفیر جان سارز ولوستله.

هغه وویل ”مونږ د امنیت د شورا او د اتومي انرژی د نړیوالې ادارې د مقرراتو د عملي کولو په لړ کې په مسلسسله توگه د ایران ناکامي او په خاصه توگه په دې لړ کې د یورانیمیو د غنی کولو پروسې ته دوام ورکول غندو."

په ایران کې د ملگرو ملتونو سفیر محمد خازي وویل ایران به هیڅکله داسي غوښتانې و نه مني چې په قانوني توگه ناقصه وي او د سیاسی فشار له امله شوي وي.

هغه زیاته کړه: ”تاریخ دا ښیې چې هیڅ ډول فشار او اخطار زمونږ ملت د خپلو بنسټیزو او قانوني حقوقو نه نه شي په شا کولی."

بلخوا، په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیر، زلمي خلیلزاد، وویل ددې لپاره، ښه دلیلونه شته چې نړیواله ټولنه باید هم د ایران له ذروي پروگرامونو نه ویره ولري.

هغه زیاته کړه: ”که د ایران اوسنی رژیم په اتومي وسلو سمبال شي، د سیمې او نړی لپاره به لا قوي خطر شي. د ایران اوسنی حکومت نه یوازي په لوی منځني ختیځ کې بلکې د هغې نه اخوا هم د بې ثباتي عامل دی."

په نویو بندیزونو کې د ایران د ملي بانک او د صادراتو د بانک نژدې څارنه، د ایران سره د هغو موادو په تجارت بندیز چې په پوځي او ملکي دواړو ساحو کې استفاده کیدلی شي، ایران ته د هوا او اوبو له لاری د تلونکو ټولو تجارتي مالونو تلاشي، د دولسو شرکتونو او د یار لسو کسانو شخصي سرمایې کنگلول او په پنځو کسانو د سفر بندیزونه شامل دي.

ایران په رسمي ډول د امنیت د شورا بندیزونه یوه سیاسي وسله بللې ده.

د بندیزونو په اړه په تهران کې یو ایرانی وایي: ”نه یوازي اتومي تکنالوجي، بلکې هر ډول پرمختللي تکنالوجي درلودل زمونږ قانوني حق دی. دا مهمه نه ده چې دا ځل په مونږ باندي څه ډول بندیزونه لگول شوي دي، خو د ایران اولس حق لري چې د ټولو موجودو امکاناتو په کارولو سره اتومي انرجي پیدا کړې."

د اتومي انرژی نړیوالې اداره دا تائیدوي چې په ایران کې اوس هم د یورانیمو غني کول ادامه لري.

XS
SM
MD
LG