د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پارلمان وکیلانو پرون په کابل کی مظاهره وکړه


د افغانستان د پارلمان څه د پاسه دوو سوو وکیلانو پرون په کابل کی مظاهره وکړه او په هغې کی یې د اسلام د پیغمبر په ډنمارکي کارتون او هغه هالینډي فلم باندی چی وروسته به را وځي او په کی په اسلام باندی انتقادونه شوي دي، خپل احتجاج څرگند کړ.

د افغانستان د پارلمان وکیلانو د ډنمارک او هالینډ د حکومتونو نه وغوښتل چی د اسلام د سپکاوي نه لاس واخلی.

هغوی دغه راز د هغي بیانیې یوه برخه ولوستله چی د ملگرو ملتو او د اسلامي کنفرانس د سازمان نه غواړی چی هیوادونه دداسی اعمالو نه منع کړی چی ددوی په قول ‏«‎ خطر ناکي مقابلې»‎ را پاروي.

د ډنمارک څو ورځپاڼو په دې وروستیو وختو کی د اسلام د پیغمبر هغه کارتون بیا چاپ کړی دی چی یوه داسی لنگوټه یې تړلې ده چی د بم غوندي ښکاری.

افغان پارلماني وکیلانو د هالینډ په هغه سیاستمدار باندی هم اعتراضونه وکړل چی په نظر کی لری هغه فلم خپور کړی چی ویل کیږی په هغه کی قرآن یو فاشیستي کتاب ښودل سوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین داد فر سپانتا ددوشنبې په ورځ کوپن هاگن ته ولاړ چی په دې کارتون باندی احتجاج څرگند کړی.

هغه وویل چی د بیان د آزادۍ نه باید داسی استفاده ونه سی چی دده په قول ‏«‎ یو میلیارډ مسلمانان په قهر او غوصه سی‏. ‏»‎

XS
SM
MD
LG