د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار: دېنی علماو نن د هالېنډ او ډنمارک بېرغونه وسوځول


نن په سلهاو مظاهره کونکو، د افغانستان د حکومت نه وغوښتل چه د اسلام دېن ته د توهېن امېزه کارتونونو د چاپولو او د ېوه فلم د ښودلو په سر دې ډنمارک او هالېنډ ته سزا ورکړی.

د لوگر په مرکز پل علم کی نن تقرېبا دری سوه شاگردان او دېنی علما د مظاهری لپاره راټول شوی ؤ چه ځېنو ېې د هالېنډ او ډنمارک بېرغونه هم وسوځول.

په جلال اباد کی هم نن شلو محلی مامورانو ېو مظاهره وکړه او د افغانستان د حکومت نه ېې وغوښتل چه هالېنډ او ډنمارک سره دې خپلی اړېکی قطع کړی او د دواړو ملکونو عسکر دې هم د افغانستان نه وباسی.

د ډنمارک او هالېنډ په ورځپاڼو کی ددغو توهېن امېزه کارتونونو د چاپېدو په خلاف په افغانستان کی څو څو واری مظاهری تر اوسه پوری شوی دی.

په ېوه کارتون کی د پېغمبر د شان سپکاوې شوی دی او کوم فلم چه په هالېند کی د پارلمان ېوه غړي جوړ کړی دی، په قران کرېم باندی پکی انتقاد شوی دی.

هالېنډ فعلا په افغانستان کی ېو نېم زر عسکر لری او ډنمارک شپږ نېم سوه عسکر لری، چه د ناتو د قوماندې لاندی مامورېت اجرا کوی.

XS
SM
MD
LG