د لاس رسي وړ اتصالات

هېلری کلنټن، د تکزاس اېالت د دیموکرات گوند مقدماتی انتخابات، وگټل


د امرېکاېې خبری رسنېو د راپورونو په اساس سناتوری هېلری کلنټن د تکزاس اېالت د دیموکرات گوند مقدماتی انتخابات پرون وگټل.

د تکزاس اېالت د انتخاباتو گټل د هغې د جمهوری رېاست د مبارزې د ژوندی پاتی کېدو او د دېموکرات گوند د نامزدئ د حاصلولو لپاره ډېر ضروری ؤ.

نوموړې د خپل دې بري نه څو ساعته مخکی د سناتور بارک اوباما نه د ېو بل ډېر مهم اېالت، اوهاېو انتخابات هم په کافی راېو سره وگټل.

نوموړې په پرونېو مقدماتی انتخاباتو کی د روډ اېلېنډ اېالت انتخابات هم گټلی دي چه په دی ترتېب ېې د سناتور بارک اوباما د مسلسلو کامېابېو سلسله بنده کړه.

د مېرمن هېلری کلنټن طرفداران اوس واېې چه د امرېکا د جمهوری رېاست د مقام لپاره د هغې مبارزه به په پوره زور او قوت روانه وی.

سناتور اوباما د سه شنبی په انتخاباتو کې ېې د څلور اېالتونو نه ېواځی د ورمنټ اېالت وگاټه، مېرمن کلنټن ته مبارکی ورکړه.

خو ښاغلي اوباما د تکزاس اېالت په سېنټ انټونېو ښار کې خپلو طرفدارانو ته په وېنا کی ووېل چه اوس هم د مېرمن کنټن نه د هغه د استازو شمېر زېات دی او د جموری رېاست د مقام د گټلو لپاره به د خپل گوند نامزدی حاصله کړی.

په عېن وخت کی د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مېکېن د سه شنبی د ورځی په انتخاباتو کی خپل موقف نور هم پاوړی کړ او څلور واړه اېالتونه ېې وگټل.

ښاغلی مېکېن به اوس د خپل گوند د جمهوری رېاست کاندېدی په ډېره اسانئ سره حاصله کړی.

XS
SM
MD
LG