د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران ېو هېئت له امرېکا سره د عراق د امن لپاره بغداد ته رسېدلى دى


د اېران مطبوعاتو نن راپور ورکړ چه د اېران ېو حکومتی هېت په بغداد کی د امرېکاېې مقاماتو سره د عراق د امنېت په باب د خبرو لپاره هلته رسېدلی دی.

د اېران داېثنا خبری اژانس د دغه هېت د رېس رضا امېری مقدم له قوله راپور ورکوی چه د امرېکا او اېران ترمنځ به د مذاکراتو د څلورم دور د پنجشنبی په ورځ شروع شی.

امرېکاېې مقاماتو لا تر اوسه پوری ددی راپور څه تصدېق نه دی کړی. ټاکل شوی وه چه تېره مېاشت دواړه خواوې د عراق په باب خپلی خبری وکړی، مگر د اېران حکومت دا خبری وځنډولې او کومه نېټه ېې هم ونه ښوده چه کله به بېا شروع کېږی.

د اېران حکومتی مقاماتو ددغو مذاکراتو د ځنډ پړه په اصطلاح د ځېنو تخنېکی عواملو په سر غورځولی وه، مگر پوره تفصېلات ېې نه ؤ ورکړی.

تر اوسه پوری اېرانی او امرېکاېې مامورانو د عراق د امنېت په باب دری واری خبری کړی دی او په تقرېبا تېرو دېرشو کلونو کی دا د دواړو خواو ترمنځ لومړی مستقېم تماس بلل کېږی.

XS
SM
MD
LG