د لاس رسي وړ اتصالات

سناتورې هېلري کلنټن له سناتور اوباما نه درى اېالتونه وگټل


سناتورې هېلري کلنټن پرون د سه شنبى په ورځ په ارېانوونکې ډول، په ابتدايى گوندى انتخاباتو کې ډېره توره وکړه.

هغې د اوهاېو اوروډ اېلنډ په اېالتونو کې په غوڅ اکثرېت سره راېې وگټلى او د تکزاس په اېالت کې هم چې دا له خپل دېموکرات انتخابى رقېب سره ډېره نېژدى روانه وه هغه ېې هم په پاى کې وگاټه.

د جمهوري گووند کاندېد جان مکېن هم څلور واړه اېالتونه وگټل. څرنگه چې هغه په ډېره خوارى دغه مقام ته رسېدلى دى نو په دې ېې پېل کړېدى چې د نومبر د مېاشتى د جمهورى رېاست دا نتخاباتو لپاره ځان چمتو کړى.

مېرمن هېلرى کلنټن ېوولس اېالتونه، سناتور براک اوباما ته باېلل. ېو شمېر سېاسى ماهرانو هغې ته ووېل چې له انتخابى مسابقى نه ځان و باسى. خو هېلرى کلنټن د سه شنبى په ورځ د څلورو اېالتونو له جملى نه په درو کې زېاتى راېې وگټلى.

هغه په اوهاېو کې د خپلو ملاتړو په مخکى ودرېدله او دا خبره ېې څرگنده کړه چې د انتخابى مسابقى نه دوتلو خېال نلرى.

هېلرى ووېل: "تاسى پوهېږۍ چې خلک څه وايي، کومى خواته چې اوهاېو ځي، نور ملت هم همغې خوا ته ځى. دا ملت بېرته راستنېږي او زموږ انتخابى مبارزه هم بېرته راستنېږى."

سناتورى کلنټن، د نومبر انتخاباتو ته وکتل او خپل ځان ېې د جمهورى رېاست لپاره د دېمکرات گوند تر ټولو غوره کاندېد وباله، ځکه چې هغې په اوهاېو کې انتخابات وگټل.

سناتورې هېلرى کلنټن په دى باب داسى ووېل: "د امرېکا په دې نېژدى تارېخ کې، د دېموکرات او ېا جمهورى گوند ېوه جمهور رئېس هم ترهغې پورې سپېنه ماڼى نده گټلى تر څو ېې د اوهاېو ابتداېې گوندى انتخابات نه وى گټل."

د سه شنبى د ورځې بل سترگټونکى د جمهورى گوند سناتور جان مکېن دى، هغه خپل سېال ماېک هکبى چې پخوا دارکنساس والى و، مات کړ او د خپل گوند له خوانه ېې د جمهورى رېاست لپاره کاندېد کېدل ېقېنى کړل.

سناتور جان مکېن په دې برخه کې داسى ووېل: "ډېر ه مننه، د تکزاس، اوهاېو، ویرمانټ او روډ اېلنډ خلکو ډېره مننه. "

ماېک هکبى، جان مکېن ته مبارکى ووېله او اعلان ېې وکړ چې دى نور له انتخابى مسابقى نه ووزي. په دى اېساب سناتور جان مکېن اوس فارغ دى چې د نوومبر د انتخاباتو لپاره خپل وخت او پېسى ولگوى او ځان چمتو کاندي.

مېرمن هېلرى کلنټن په دې نېژدى ورځو کې په خپله انتخابى مبارزه کې دخپلى تجربى او غوره قضاوت په باب خبرى کولې.

په دې انتخاباتو کې هغې د براک اوباما په برخه کې چې دى د جمهورى رېاست وظېفى ته چمتو ندى اوله ده نه د امرېکا د نظامى قواو سر قوماندان نشى جوړېدلى خبرى وکړې. که څه هم براک اوباما هغه وخت په سنا کى نه و خو جنگ ته د داخلېدلو په مخالفت کې ېې ېوه وېنا وکړه.

براک اوباما د تکزاس اېالت په سان انتونېو کې دخپلو خبرو په ترڅ کې سناتورې هېلرى کلنتن ته مبارکى ورکړه. خو د خپلو خبرو اور ېې جان مکېن ته متوجه کړى و.

اوباما داسى ووېل: "په دغو انتخاباتو کې موږ خلکو ته د ٢١مې پېړۍ د امرېکا په برخه کې دوه ډېر متفاوت نظرېات وړاندى کوو، څرنگه چې جان مکېن ښايي د سپېنو خبرو او مستقل تفکر د اوږده تارېخ لرلو دعوه وکړى او زه ددې خبرى احترام کوم. خو دى په خپله انتخابى مبارزه کې د هغو پالېسود ملاتړ په کتار کې ولاړ دى چې امرېکا ته ېې گټه نده رسولى."

رپوټ وايي چې په راتلونکېو څو اونېو کې به په وړو اېالتونو کې د دېموکرات گوند انتخابى مبارزى روانى وى. دا واړه اېالتونه، واېومېنگ، اومسېسېپى دى چې اوباما پکى ډېر پلوېان لرى او گټلى ېې شى. خو د دېموکرات گوند د انتخابى رقېبانو ترمنځ ستره انتخابى مبارزه د اپرېل په دوه وېشتمه نېټه په پنسلوانېا کې ده.

رپوټ وايي چې مېرمن کلنټن هلته ډېر زېات پلوېان لرى. خوله بلې خوانه اوباما له هغى نه د نماېندگانو په لرلو کې مخکى دى او دا به د کلنټن لپاره گرانه وى چې له نظره ېې وغورځوى.

خو هېلرى د عادى نماېندگانو نه علاوه د سوپر ډېلېگېټ په نامه نماېندگانو کې شاېد له اوبامانه لږ مخکى شى. ددېموکرات گوند عمومى مجلس د سږکال د اگست په مېاشت کې دى او د دېموکرات گوند مشران هېله لرى چې تردى مخکى ېو څوک د سږکال د جمهورى رېاست لپاره کاندېد کړى.

XS
SM
MD
LG