د لاس رسي وړ اتصالات

راېس: اسراېل او فلسطېنېان دواړه غواړی چه د سولی مذاکرات بېا شروع کړی


د امرېکا خارجه وزېره مېرمن کانډولېزا راېس واېې اسراېل او فلسطېنېان دواړه غواړی چه د سولی معطل شوی مذاکرات بېا شروع کړی.

دا مذاکرات د غزې په تړانگه باندی د اسراېلو د نظامی هجوم نه وروسته معطل شوی ؤ.

مېرمن راېس دا خبره نن په بېت المقدس کی د اسراېلو د خارجه وزېری سره ېو ځای، د ېوه مطبوعاتی کانفرانس په دوران کی وکړه.

مېرمن راېس ووېل دواړه خواوې ېو د بل سره د خبرو د شروع کولو لپاره په تماس کی دی، مگر کوم ټاکلی چوکاټ ېې نه تېار کړی.

راېس د حماس نه وغوښتل چه په اسراېلو باندی دې راکټونه نه ولی. له بلی خوا د فلسطېن مشر محمود عباس د خپل مخکېنی گواښ برخلاف نن اعلان وکړ چه غواړی اسراېلو سره خبری بېا شروع کړی.

هغه مخکی گواښ کړی ؤ که په غزه کې اوربند نافذ نه شی نو اسراېلو سره به خبری ونه کړی.

په غزه باندی د اسراېلو د زمکنېو او هواېې قواو په پنځه ورځنی برېد کی ېو سلو شل فلسطېنېان ووژل شول چه ملکی خلک هم پکی شامل دّی.

XS
SM
MD
LG