د لاس رسي وړ اتصالات

'قاضیان هره ورځ په پاکستان کې احتجاج کوي'


په داسې حال کې چې د پاکستان دوه تر ټولو لوی سیاسي گوندونه د حکومت جوړه ولو په درشل کي دي، د هیواد وکیلان هڅه کوي چې هغه قاضیان بیرته په خپلو څوکیو ځای په ځای کړي چې جمهور ئیس پروېز مشرف گوښه کړي و.

د دغو وکیلانو څخه یو څو په اوشنگټن کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. له هغې ورځې راهیسې چې جمهور رئیس مشرف د نومبر په میاشت کې د سترې محکمې قاضیان له خپلو دندو گوښه کړل، قاضیان هره ورځ په پاکستان کې احتجاج کوي.

دوو وکیلانو په دې لړ کې دلته په واشنگټن کې د باندنیو چارو په هجرې کي خبري وکړې.

حامد خان یو له دغو وکیلانو څخه دی. هغه د پاکستان د سترې محکمې د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر دی او وايي ستره محکمه باید بېرته ځای په ځای شي.

حامد خان: "‎ځه دا نه وایم ستره محکمه به ځای په ځای شي او که نه، دا وایم کله به ځای په ځای شي کېدای شي د یوه زیار، د یوه اوږده زیار وروسته دا کار وشي‏."‎

وکیلانو خپل تحریک یو کال له مخه له هغه وروسته شورو کړ کله چې مشرف لومړی ځل د سترې محکمې قاضي القضات له کار لري کړ. او هغه وخت د سیاسي گوندونو مشرانو د ستري محکمې د بیرته ځای په ځای کولو لپاره کمپاین پیل کړ.

له انتخاباتو وروسته دواړه ستر گوندونه په دې سلا نه دي چې څنگه باید گوښه شوي قاضیان برته ځای په ځای شي. پیپلز گوند وايي نوی ټاکل شوی حکومت باید دا کار وکړي، خو د نواز شریف مسلم لیگ گوند بیا وايي ستره محکمه باید د حکومت د جوړېدو څخه د مخه بیرته ځای په ځای شي.

د سترې محکمې د وکیلانو د اتحادیې مرستیال مشر صاحب زاده انور حمید وايي چې د پولیسو په لاس د وکیلانو د وهلو ټکولو په څېر تکلیفونه گالل به ضایع نه شي.

نور حمید وایی: "‎که د پاکستان کوم سیاسي گوند د وکیلانو د مخالفت کوښښ وکړي نو د پاکستان خلک به یې و نه زغمي. دغه هلې ځلې به دوام وکړي او ثبات به را نه شي‏."‎

په امریکا کې د مدني حقونو یو پاکستانی الصله وکیل شاهد بټر وايي په اسلام اباد کې یواځي د یوه انتخاب شوي حکومت جوډېدلو مانا ډیموکراسي نه ده.

شاهد بټر: "‎د ډیموکراسي مانا یواځي د خلکو حکومت نه دی. بلکه د خلکو د حقونو دفاع هم ده، او محکمې د حقونو په دفاع او د حکومت د واک د کنټرول لپاره لازمې د‍ي. د یوې ازادي قضایې پرته کیدای په پاکستان کې راتلونکی حکومت د خلکو ملاتړ ولري خو په هیڅ مانا به یوه ډیموکراسي نه وي‏."‎

بټر وايي د ترهگرۍ لوی علت د مشرف د حکومت خلاف پاڅون و. ترڅو چې مخالفې ډلې د ډیموکراسۍ پروسې ته نه وي ور گډې کړای شوې تر هغو پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه نه شي گټلای.

XS
SM
MD
LG