د لاس رسي وړ اتصالات

په راتلونکو لسو کالو کی به '٣٨٨ ملیونه' خلک د دومداره ناروغیو نه مړه شی


په سیدنی کی د روغتیایی منسوبینو په غونډه کی وویل شول چی په نړی کی د تروریزم نه د مرگ ژوبلی اندازه د شکری ناروغی، د چاغښت او سگرټ څکولو نه د را پیدا شوو ناروغیو په اندازه، زیاته نه ده.

په دی غونډه کی گډونکونکو ماهرانو ویلی چی په دی وروستیو څو کالونو کی نړی د بنیاد گرانو پرخلاف مبارزه کی زیاته مشغوله ده - په داسی حال کی چی هغو ناروغیو ته چی د مخنوی وړ دی، پاملرنه کمه شوی ده، او دا هغه پروگرامونه دی چی د سگرټو څکولو مخنیوی وشی چی د سرطان، د زړه او سږو د ناروغیو سبب گرځی.

او همدا شان چاغښت چی د شکری د دومداره او مزمنی ناروغی په پیدا کیدو کی ونډه لری.

ښاغلی لورینس چی د نړیوالو روغتیایی قوانینو یو ماهر دی، د دی کنفرانس گډونکونکو ته وویل چی د نړی زیات حکومتونه دغو مهمو ستونزو او خطرونو ته پاملرنه نه کوی.

دی وایی: "په رښتیا چی د دی موضوع سره په نا آگاهانه ډول بی غوری کیږی. مونږ واقعآ ټوله خپله توجه او امکانات د تروریزم مخنیوی ته اړولی، په داسی حال کی چی مونږ د چاغښت، سرطان او د زړه د ناروغیو د اپیډیمی سره مخامخ یو."

د نړی روغتیایی سازمان داسی اټکل کړی چی په راتلونکو لسو کالو کی به ٣٨٨ ملیونه خلک د مضمنو او دومداره ناروغیو نه مړه شی.

د نړی شپیته فیصده مړینه د زړه او سږو ناروغیو، شکره او سرطان نه پیښیږی. دغو ماهرانو زیاته کړه چی دا ستونزی به تر هغه حل نشی تر څو په دی اړه په عاجله توگه اقدامات ونشی.

د WHO اداره وایی چی د تنباکو د استعمال نه په کال کی پنځه ملیونه خلک مړه کیږی چی دغه شمیر به په کال ٢٠٢٠ کی لس ملیونو ته لوړ شی او ٧٠ فیصده دغه مړینه به په پر مختللو ملکونو کی پیښیږی.

د سیدنی په دی کنفرانس کی د نړی د پوهنتونونو، حکومتونو، د اقتصادی او ښار جوړولو د پروژو استاځو برخه درلوده او د نړی د حکومتونو او غټو کمپنیو نه یی وغوښتل چی د دغو د مخنیوی وړ ناروغیو ته چی په ملیونونو انسانان وژنی جدی پاملرنه وکړی.

او همدا شان یی وغوښتل چی په خوړو کی د خوږی، غوړو او مالگی اندازه کمه شی او د سگرټو د څکولو د مخنیوی په لار کی اقدامات جدی کړی.

XS
SM
MD
LG