د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په باب خبري کړي دي


د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسیل کی سره وکتل او په افغانستان کی یې د نورو عسکرو په ضرورت اوپه ناتو کی د بالکان ددرو ملکونو په شاملیدو باندی خبري وکړې.

مخکی له دې چی غونډه شروع سی د امریکا او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو ـ کاندو لیزا رایس او ډیویډ میلي بینډ وویل چی دوی په دې باور لری چی د ناتو متحدان به د افغانستان نا آرامو جنوبي سیمو ته کافي شمیر عسکر واستوی.

دا تبصره وروسته له هغې کیږی چی کاناډا خبر داری ورکړی چی که د ناتو نور غړي ملکونه د نورو محاربوي عسکرو په لیږلو کی ونډه وانه اخلی نو د افغانستان د جنوب نه به خپلي محاربوي قواوي را وباسی.

له بلي خوا ټاکل سوې د ناتو مشران نن وروسته په دې باب هم خپل ملاتړ وښئي چی کرویشیا ، البانیا او مقدونیه هم په خپل نظامي اتحاد کی شامل کړی.

XS
SM
MD
LG