د لاس رسي وړ اتصالات

فرهاد دریا په افغانستان کی د حسن نیت ملی سفیر په توګه وګومارل شو


فرهاد دریا، افغان هنرمند او د بشری حقوقو فعال په افغانستان کی د یو، ان، ډی، پی د حسن نیت ملی سفیر په توګه وګومارل شو.

فرهاد دریا په ۱۳ کلنی موسیقی او سندرغاړی ته مخه کړه او په ۱۴ کلنی یی خپله لمړنی سندره د هنر مینه والو ته وړاندی کړه.

نوموړی د کلاسیک سندرو ویلو وروسته د پاپ موسیقی ته هم مخ واړاو .

دریا په ۲۰۰۳ کال کی افغانستان ته راغی او د ۴۰ زره تنو په حضوریی د کابل په ورزشی لوبغالی کی یو کنسرت تر سره کړ.

فرهاد دریا د هنری فعالیتونو، په خوا کی ۲ زره تنو بی سر پرسته ماشومانو ته ښوونځیو ته د تللو د زمینی برابرولو پخاطر، بانکی حساب هم پرانیزی.

همدارنګه افغان هنرمند فرهاد دریا د بشری حقونو په لاره کی د تلاش او فعالیت لپاره هم یوه جایزه ګټلی ده.

XS
SM
MD
LG