د لاس رسي وړ اتصالات

دخوراکي موادو نړیوالي مؤسسه په افغانستان کی د مرستو په ویشلو شروع کوی


د ملگرو ملتو د خوراکي موادو مؤسسه وایی چی هغو په ملیونونو افغانانو ته چی نه سی کولای غنم او اوړه واخلي ددغو موادو د رسولو عاجلي مرستي پیل کوی دغي مؤسسې پرون په یوه بیانیه کی وویل چی افغانان خوراکي موادو ته ډیر زیات ضرورت لری ځکه چی هغوی نه سی کولای دا مواد چی په تیر کال کی یې بیه ٧٠ فیصده جگه سوې ده په آسانۍ سره تر لاسه کړی .

دغي مؤسسې ویلي دي چی د پسرلي سیلاونه او طوفانونه یوه بله اندیښنه ده ، په خاصه توگه سږ کال چی ژمی سخت او ډیري واوري اوریدلي دي نو په پسرلي کی ددې واورو د ویلي کیدو او د بارانو په اوریدو سره به شاید په لس هاو زره خلک د خطرونو سره مخامخ سی . په افغانستان کی د نړۍ د خوراکي موادو د ادارې رئیس ریک کارسینو وویل چی دده اداره په نظر کی لری چی په راتلونکو درو میاشتو کی د تقریبا دوه نیم ملیون خلکو سره مرسته وکړی او هغو سیموته چی دډیرو خطرونو سره مخامخ دي پنځلس زره ټنه غذایی مواد ورسوي .

XS
SM
MD
LG