د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه د ښځو نړیواله ورځ د ښځو په غونډې سره لمانځي


د سږکال د ښځو د نړیوالې ورځې شعار په ښځو کې پانگه اچونې تر عنوان لاندې دی. ښځې او نجونې په افریقا کې د زراعت لپاره د انساني قوې ډیره برخه جوړوي.

د ملگرو ملتو مامورین وايي په ښځو کې پانگه اچونه د غربت په ختمولو او د اقتصادي ودې لپاره لاره خلاصوي. دوی وايي چې که چیرې د ښځو حالت ښه کیږي نو دا به تر شلو په سلو کې د زراعتي پیداوارو د زیاتوالي باعث شي.

د ملگرو ملتو د ښځو د کمسیون لخوا د هیوادونو د مشرانو غونډه چې د نیویارک په ښار کې کیږي د ښځو د پروگرامونو د تمویل په موضوع خبرې کوي.

د نړی د مالیې وزیرانو، غیر دولتي موسساتو او د ملگرو ملتو مامورینو په دې غونډه کې برخه اخیستې ده او هغه مالې مسئلې باندې غور کوي چې د ښځو اړتیاوې په نظر کې نیسي. د ملگرو ملتو د نفوسو د صندوق د کلتور او بشري حقوقود څانگې د ښځو د چارو مسئوله امانیتا تور وايي ډیر هیوادونه د ښځو چارو ته دومره زیاته پاملرنه نه کوي.

تور وايي: د پرمختگ په حال کې هیوادونه د ډیرو گواښونو سره مخامخ دي خو په دې گواښونو کې د ښځو مسئله د مسایلو په اخري کتار کې ځای لري. په زیاتو هیوادونوکې د ښځو د چارو وزارتونه دومره غښتلي نه د ي او دوی سره منابع نه شته. دا هغه شی دی چې غواړو په کې ښه والی راشي.

او همدارنگه د نړی د پارلمانونو سره کار کوو ترڅو ښځو ته مناسبه ونډه ورکړي. د ملگرو ملتو مامورین وايي د ښځو په وړاندې بله ستونزه تشدد دی. د ښځو په اړه د ملگرو ملتونو احصایې ښیي چې په افریقا کې د شپږو نه یوه د تشدد ښکار کیږي.

دې میاشت کې د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د نړی د خلکو نه غوښتنه وکړه چې د ښځو په وړاندې خپلو تعهداتو ته پاملرنه وکړي تر څو دغه ستونزه هواره شی. د هغو ستونزو نه چې ښځې خاصتاً په افریقا کې ورسره مخامې دي یوه هم د ختنې خبره ده چې دې سره ښځو ته ډیر تکلیف رسیږي.

د ملگرو ملتو د ښځو د صندوق د افریقا د څانگې مسئوله میچلین راولولوناریزوا وايي ددغه عمل په واړندې سختې مبارزې دغه ستونزه یې لږه کمه کړېده. دغه عمل د مسلمانو او مسیحي علماو لخوا غندل شوی دی او دوی وايي چې د ا د مذهب برخه نه ده. د علماو دا کار گټه کړېده.

راولولوناریزوا وايي په دنیا کې داسې خلک شته دی چې د مذهبي مسئلو نه د ځان د گټې لپاره کار اخلي. ددوی دا عمل د دیني علماد همکاري په وجه اوس کار نه کوي ځکه نه په قران او نه هم په انجیل کې د نجونو په وړاندې دغه کار تجویز شویدی. بله مسئله د ښځو په اړه د قوانینو د عملي کولو خبره ده چې ملگري ملتونه یې غواړي.

یو ددغو قوانینو نه د ملگروملتو د ښځو په وړاندې د تبعیض د لرې کولو کانوانسیون دی. راولولوناریزوا وايي د افریقا په وچه کې د سودان، نایجر او موریتانیا نه پرته نورو ټولو هیوادونو دغه کانوانسیون منلی دی. دغه کانوانسیون د ښځو د حقوقو یوه بیلگه ده.

خو د ځنو هیوادونو قانون جوړونکو دغه کانوانسیون په خپلو قوانیونو کې نه دی راوستلی. ملگري ملتونه اوس داسې مطالعات سرته رسوي چې پوه شي چې په حکومتونو کې د ښځو د شته والي سره سره بیا هم د ښځو په ژوند کې ښه والی رامنځ ته کیدلای شي او که نه؟

XS
SM
MD
LG