د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دملگروملتونو په نوی استازی خوشحاله شویدی


افغانستان وائې، سترگی په لاردی چې دناروی دډیپلومات ‏(‎کی اید‏)‎ سره په گډه کاروکړی.دی په احتمالی توگه دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو نوی استازی دی . دافغانستان دجمهوری ریاست نطاق همایون حمیدزاده وائې، اید یو محترم بین المللی شخصیت دی چې دافغانستان په باره کې پوره معلومات لری . دملگرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون په هفته کې دامنیت شورا ته دخپل پلان په باره کې خبرورکړچې ښاغلې اید ئې دخپل خاص استازی او په افغانستان کې دملگرو دملگرو ملتونو ددفتر مشر انتخاب کړیدی . که دامنیت شورا دایډ په مقرر اعتراض ونکړی نو دغه مقرری به سمدتسی عملی شی .

ښاغلی ایډ په ناټو کې دناروی نمایندگی کوی او له هغې نه وروسته چې دافغانستان جمهوررئیس بریتانوی کاندید پاډی اشډون رد کړ، دی ددغه مقام لپاره وتلی کاندید راووت . امریکا او متحدینو په میاشتو کوښښ کاوه چې ددغه مقام یوډیپلومات مقرر کړی چې په افغانستان کې دبیا ودانولو کارونه منظم کړی . په افغانستان کې نټو قواوی او دامریکا په مشری عسکر دیاغی طالبانو اودنورو افراطیانو سره په جگړه اخته دی .

XS
SM
MD
LG