د لاس رسي وړ اتصالات

په ملیزیا کې عمومی انتخابات سرته ورسیدل


ملیزیایانو نن دشنبی په ورځ په صندوقونوکې رایه په داسی حال کې واچوله چې تاوتریخوالی روان وو او ویل کیږی چې په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده . پولیسانو نن دشنبی په ورځ په شمالی ختیځ ولایت تیرینگانو کې دپان ملیزیا اسلامی گوند تقریبآ شل تنه پلویان توقیف کړل چې په هغو بس سرویسونو باندی ئې دتیږو گوزارونه کول چې رایه ورکونکی انتخاباتی حوزوته وړل . دغه گوند په حاکم ائتلاف باریسان نیشنل باندی تورلگاوه چې په بس سرویسونو کې هغه کسان انتخاباتی حوزوته رسول چې نومونه ئې نه ولیکل شوی . ددی کار هدف دانتخاباتو په نتیجو کې ټگی برگی ده .

صدراعظم عبداله بداوی ویلی دی چې دی باورلری چې دغه ائتلاف به انتخابات وگټی لکه څنگه چې له خپلواکۍ نه راپدی خوا ئې انتخابات گټلی دی . ملیزیا په ١٩٥٧ م کال کې خپلواکۍ لاس ته راوړی وه . دغه ائتلاف په پارلمان کې چې ٢٢٢ څوکۍ لری ، له درو نه دوه برخی څوکۍ لری چې پدی حساب مطلق اکثریت کیږی . دانتخاباتی مبارزی په وخت کې مخالفو مشرانو کوښښ کاوه چې چینائې الاصله او هندی الاصله ملیزیان له دغه ائتلاف نه جدا کړی چې اوس دحاکم ائتلاف غړی دی .

XS
SM
MD
LG