د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالفو گوندونو ائتلافی حکومت جوړ کړ


د پاکستان د دو مهمو مخالفو گوندونو مشرانو د تیری میاشتی دپارلمانی انتخاباتو نه وروسته چې پکې بریالی شول، دائتلافی حکومت په جوړیدو ئې موافقه وکړه.

د پخوانې مخالفی مشرې بینظیر بهتو میړه اصف علی زرداری او پخوانی صدر اعظم نواز شریف نن د یکشنبی په ورځ اسلام اباد ته نژدی د خبرو نه وروسته دغه موافقه اعلان کړه.

دغو مشرانو وویل، پارلمان به ډیر ژر هغه لوړ رتبه قاضیان بیرته مقرر کړی چې جمهور رئیس پرویز مشرف موقوف کړی وو.

دغو دواړو گوندونو د فبروری د اتلسمی نیټی نه راپدی خوا د ائتلافی حکومت په جوړیدو باندی خبری کولی.

دوی په پارلمانی انتخاباتو د جمهور رئیس پرویز مشرف متحدینو ته ماتی ورکړه. د بهتو پاکستان پیپلز گوند په پارلمانی انتخاباتو کې زیاتی څوکې گټلی دی مگر دومره ندی چې پخپله ځان ته حکومت جوړ کړی.

د ښاغلې شریف د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند په انتخاباتو کې دوهم راغلی دی.

ښاغلې مشرف پرون د جمعی په ورځ وویل، ترڅو پوری چې سوله ټینگه وی، دی په بشپړ توگه دراتلونکی حکومت ملاتړ کوی.

XS
SM
MD
LG