د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مامورانو غوښتی دی چې د عراق د تیلو د مالیه حسابونه دی تصفیه شی


د امریکا دوسناتورانو دامریکا دحکومت له محاسبو نه غوښتی دی چې دامعلومه کړی چې عراق په هغو پیسو باندی څه کوی چې دتیلو دخرڅلاونه ئې لاس ته راوړی.

ډ یموکرات سناتور کارل لیون او جمهوریت غوښتونکی سناتور جان وانر پرون د جمعی په ورځ حکومت ته یولیک استولی واو په دغه لیک کې ئې دحکومت دهغه دفترنه غوښتل شویدی چې د حسابی چارو پوری ارتباط لری، دعراق دتیلو دخرڅلاوپیسی دی معلومی کړی.

دغو سناتورانو وویل، دوی پدی عقیده دی چې د امریکایانو زیاتی پیسی دعراق په بیاودانولو باندی لگول کیږی، په داسی حال کې چې دعراق د تیلو له خرڅلاونه په میلیاردو ډالر لاس ته راځی خو دغه پیسی هغو بانکونو ته ځی چې د عراق پوری هیڅ ارتباط نلری.

دوی له دغه دفترونه وغوښتل چې دا معلومه کړی چې څومره پیسی دعراق له تیلونه لاس ته راوړل کیږی او ولی د عراق حکومت دغه پیسی د خپل هیواد په بیا ودانولو باندی ئې نه لگوی.

د امریکا حکومت د جنوری په میاشت کې یو رپوټ خپور کړی وو چې وائې، تاوتریخوالی او فرقه نښتو دهغو قراردادیانو شمیر کم کړیدی چې غوښتل ئې ددغو پروژو لپاره داوطلبی وکړی.

له بل پلوه نن د یکشنبی په ورځ د تیکریت په ښارکې د سرک دغاړی دبم چاودنه شوی چې دپولیسو یو صاحب منصب پکې وژل شوی او دوه نور زخمیان دی.

XS
SM
MD
LG