د لاس رسي وړ اتصالات

پیریز: ایران د نړی تر ټولو لوی مشکل


پرون د اسراییلو جمهور رئیس شیمون پیریز ایران د نړی تر ټولو لوی مشکل وباله.

خو ویی ویل چې ددی اسلامی هیواد د ذروی پروگرام پر خلاف به په یوازی ځان کوم گام اوچت نه کړي.

هغه وویل ایران یو لوی خطر دی نه یوازی اسراییلو ته بلکه ټولې نړی ته ځکه د تررزم او ذروی قوت په لور دپرمختگ گډه مسله تر ټولو لویه اندیښنه گڼل کیږی.

هغه دا خبری فرانسی ته د یوه رسمي سفرنه یوه ورځ مخکې وکړې.

--------------------------

په یوه بل خبر کی، د لبنان د جمهوري ریاست انتخابات د مارچ تر پنځه ویشتمی پوری بیا وځنډول شول. دا د سپتامبر نه را پدی خوا شپاړسم ځل دی چی دا انتخابات ځنډول کیږی.

د پارلمان ویاند نبي بیري نن دا پریکړه د یو اعلامیی په ترڅ کی اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG