د لاس رسي وړ اتصالات

کیې ایدي په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نوي ځانګړي استازي


په افغانستان کې د یوناما مرستیال، کرسټفر الکساندر، نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به کیې ایدي په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي په توګه په دنده پيل وکړي.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو دنوي استازي د ماموریت د ترلاسه کولو سره سم به په افغانستان کې د فعالیتونو پروسه لا ګړ دئ شي او د افغانستان له حکومت سره د ګډو هدفونو د خپلولو لپاره به یو ځای کار وشي.

دی خبری ناستې ته کرسټفر الکساندر وویل چې نوموړی ځانګړی استازی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ورکړل شویو صلاحیتونو لاندې خپل ماموریت وغزوي.

هغه وویل چې دنوي استازي په دندو کې ښه مشوره، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ همغږي، بشري حقونه او ټاکنې شاملې دي.

د افغانستان حکومت څه موده وړاندې انګلیسي سیاستوال، پیډي اشډاون، ددی لپاره پدې دنده ونه مانه چې ګواکې زیات صلاحیتونه ورته ورکول کیدل.

XS
SM
MD
LG