د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: دوه پرله پسی ځان مرگو بریدونو شل کسان وژلي دی


پاکستاني چارواکي وایې دوه پرله پسی ځان مرگو بریدونو شل کسان وژلي او د یو سلو پنځو سو ډیر یې ټپیان کړي دي.

دغه دواړه موټر بمي چاودنې پنځلس دقیقې یو د بل پسی د پاکستان په ختیځ ایالت لاهور کې وشوی.

د ښار د پولیسو مشر وایې چاودیدونکي مواد په یو موټر کې دننه د ترهگرې ضد ادارې ودانۍ د موټرو په پارکنگ کې ځای پرځای شوی و او د چاودنې له امله یې شاو خوا کورونه هم زیان من کړي.

بله چاودنه د اعلاناتو د یو اژانس په دفتر شوی ده. د مقاماتو په وینا په مړو کی ١٢ تنه د همدغی اداری مامورین دی. پولیس وایې دواړه بریدونه ځان مرگي حملی وی.

دا په داسې حال کې دي چې د دوشنبې په ورځ وکیلانو په اسلام اباد کې د پخواني قاضي القضات د کور بهر مظاهره وکړه او د جمهور رئیس پرویز مشرف د لری کیدو غوښتنې یې کولې.

یو څو شیبی پس یو ځان مرگی ځپل موټر د بمونو سره د ښار په عصری او با نفوسه سیمه کی والوزو. مقامات وایی چی په چاودنه کی څلور تنه مړه شوی چی دوه پکی ماشومان هم دی.

تر اوسه چا د دی حملی مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. د لاهور د پولیسو مشر ملک محمد اقبال وویل چی دا یوه ترورستی حمله وه.

په تیر یو کال کی پاکستان کی د تشدد په پیښو کی په سلهاو خلک وژل شویدی.

په دی کی زیاتره د پاکستان په سرحدی سیمو کی پیښی شویدی، خو دا حملی چی مسولیت یی په اسلامی افراطیانو باندی اچول کیږی اوس د ملک نورو برخو ته هم خوری شویدی

XS
SM
MD
LG