د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا فضایي بیړې نن د نړیوال فضایې مرکز په لور والوتله


د امریکا فضایي بیړې د اوو تنو فضانوردانو سره نن د سه شنبې په ورځ د نړیوال فضایې مرکز په لور والوتله.

دا په فضایې مرکز کې تر ټولو اوږود فضایې ماموریت شمیرل کېږي چې شپاړس ورځی به دوام وکړي.

دغه بیړۍ نن سهار وختي په دوه بجو او اته ویشتو دقیقو په فلوریډا ایالت کې د فضایې مرکز څخه والوتله چې د توغولو په وخت یې شا خوا په کیلو مترونو سیمه روښانه کړی وه.

تردی پخوا د شپی لخوا ناسا یوه بیړۍ په دوه زره شپږم کال کې لیږلی وه. دا د سږکال له شپږو پلان شوو ماموریتونو څخه دوهم فضایي ماموریت دی چې د امریکا د فضایي چارو اداره ناسا یې تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG