د لاس رسي وړ اتصالات

'بوش د پولنډ په خاوره کې د میزائیلو د دفاعي سیستم د ځای پر ځای کولو په اړه، شک له منځه یووړ'


د پولنډ صدر اعظم، دونالد تسک، وویل د امریکا جمهور رئیس جورج بوش د دوشنبې په ورځ د پولنډ په خاوره کې د میزائیلو ددفاعي سیستم د ځای پر ځای کولو په اړه شک له منځه یووړ.

داسی ښکاري چې خبرې د پولنډ د هغې غوښتنې په سبب وځنډیدی چې غواړي ددی کار په بدل کې خپله اردو په پوځي امکاناتو سمباله کړي.

ښاغلي تسک وویل د دواړو خواو اندیښنه د نړۍ، امریکا او پولنډ د امنیت هر اړخ ته پاملرنه وه چې مهمه برخه یی د میزائیلو دفاعي سیستم په سر خبرې وی.

ښاغلي بوش وویل ددی مسلې لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

کار پوهان به ددغه سیستم په لگولو کار کوي او باور لری چې د پولنډ خلک به ددغه نظر سره موافقه ولري.

XS
SM
MD
LG