د لاس رسي وړ اتصالات

په چیچنیا کې جگړه - له نولسمې پېړۍ‏ راهیسي


له روسیې څخه د خپلواکي د تر لاسه کولو لپاره، د چیچنیا په جمهوریت کې له نولسمې پېړۍ‏ راهیسي جگړې پیل شوي دي.

په تېرو څوارلسو کلونو کې دغه خاوره دوه واره د جگړو شاهده وه. د چیچنیا مشران له دې سره سره چې وایي خاوره به یې تر پایه د روسیې یوه برخه پاتې شي، په قاطعیت سره په دې باور هم دي چې د چیچنیا وژل شوی جمهور رئیس، احمد قدیروف به تل د چیچن دخلکو په زړونو کې ځای ولري.

له بلې خوا ویل کیږي چې له نهه نیوي فیصده ډېر خلک د ټاکنو ملاتړ کوي. د چیچینیا د مرکزي انتخاباتو د کمیټې مشر اسمعیل بیخانوف د ټاکنو هغه پایلې اعلانوي چې د استبدادي حکومتونو د انتخاباتو په شان، له درغلۍ سره گډې ښکاري.

اسمعیل: «‎له هرڅه دمخه، دا پر اوسنیو چارواکو باندې د ولس ډاډ څرگندوي. همدا راز په تېرو دو کالو کې مثبتو بدلونونو هر یو دې ته اړ کړی چې د ټاکنو په بهیر کې برخه واخلي.‏»‎

د چیچنیا د جمهور رئیس رمضان قدیروف، د هغه د وژل شوي پلار او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تصویرونه د ښار په بېلابېلو برخو، ښوونځیو، حکومتي ادارو او د گروژنې په هوایي ډگر کې لا ترسترگو کیږي.

د چیچنیا یو دیرش کلن جمهور رئیس چې سوک وهونکی هم دی، خپل د کار لومړیتوبونه په ډاگه کوي.

رمضان قدیروف: ‏«‎ امنیت، ورپسې ودانول او بیا اقتصاد. موږ یوه ستراتیژي او پروسې طرح کړي او وخت مو ورته ټاکلی. موږ پر یو مهال ویش ولاړ یو.‏»‎

د چیچنیا مامورین د هغو ښارونو بیا ودانېدل چې د روسیې پرضد د وروستیو دوو جگړو په ترڅ کې ړنگ شوي و، د قدیروف له برکته گڼي. په گروژنې کې د تېرو جگړو څو نښانې لا لیدل کیږي خو شالي ښار چې ډېر وران شوی و، د مقاماتو له خوا په درېیو میاشتو کې ورغول شو.

سره له دې، په وسلو سمبالو پولیسو شتون ښیي چې په دغه غرني هېواد کې لا هم کړکېچ پوره ختم نه دی.

د انترفکس خبري آژانس د رپوټ له مخې، د کورنیو چارو وزارت ځواکونو په تېر کال کې د پاڅونکوونکو پر ضد دوه زره عملیات ترسره کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاوروف په جنوري میاشتې کې وویل چې چینچنیا اوس هم د خبریالانو آزاد سفر لپاره خطرناکه ده.

نوموړي وزارت په دې وروستیو کې خبریالان د یو اته څلویښت ساعته تر څارلاندې سفر لپاره گروژنې ته بوتلل او یواځې نیوي دقیقې یې هغو ته له خلکو سره د مرکو اجازه ورکړه.

له یوه مارکیټ څخه لنډه لیدنه دا ښیي چې ډېر خلک له جگړې ستړي دي خو هغوی د مامورینو له دغه تودو ادعاوو سره جوړ نه دي چې گواکې د خلکو پراخ ملاتړ او اقتصادي وده شته.

خو بیا هم له ویرې او ډار څخه د کمرې مخې ته څه نه شي ویلای. له اوزگارتیا او بې کورۍ څخه نیولې بیا تر اداري فساده، د پولیسو تر چپاوه او بیا له روسیې څخه د استقلال اخیستلو د روحیې تر ځپلو پورې هغه شکایتونه دي چې خلک یې په زړونو کې لري.

د چیچنیا خلک د نولسمې پېړۍ له نیمایي څخه کله چې د تزار ځواکونو پر هغې خاورې یرغل وکړ، د روسیې پر وړاندې جنگیږي.

چیچنیا له لومړۍ نړېوالې جگړې وروسته د خپلواکۍ اعلان وکړ او په دویمه نړېواله جگړه کې یې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جگړه وکړه.

له ١٩٩۴ راهیسې د آزادي غوښتونکو جگړو په ترڅ کې کابو یو لک چیچنیایان چې د دې خاورې یو پر لسمه نفوس یې جوړاوه، وژل شوي دي.

نیم میلیون بېځایه او ډېر روسي توکمه ښاریان تیښتې ته اړ شوي دي. خو سر بېره پر دې ټولو، جمهور رئیس قدیروف وایي چې خلک اوس هم غواړي د تل لپاره له روسیې سره یوځای اوسي.

XS
SM
MD
LG