د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف په سختو الفاظو د لاهور چاودنې وغندلې


دوو بمي چاودنو د پاکستان دوهم ستر ښار، لاهور ولړزاؤ.

په دې چاودنه کې ٢۴ کسان مړه شوي او د ٢٠٠ په شاوخوا کې نور ژوبل شویدي.

په اوله چاودنه د فدرالي پولیسو په مرکز کې چې د کارگرانو گڼه گوڼه په کې ډیره وه، شویده. په لاهور کې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د یوه څو پوړیزې ودانۍ په مقر کې د ورځې د پیلیدلو سره یوه زوروره چاودنه وشوله او ډیر شمیر کارگران یې مړه کړل.

د سیمې خلک چې څو کیلو متره لیرې اوسیږي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې ددوی د کورونو کړکۍ او دیوالونه سخت ولړزیدل.

د لاهور د پولیسو قوماندان، ملک محمد اقبال، خبریالانو ته وویل چې بې له شکه دا یو ترورستي عمل دی.

اقبال وایي: دا ځکه یو انتحاري بمبی چاودنه ده چې یو کس د چاودنې په موادو بار خپل موټر د فدرالي تحقیقاتو د ادارې څو پوړیزې ودانۍ ته په زوره دننه کړ، او بیا چاودنه ودانۍ ته نژدې وشوله.

د چاودنې نه ژوندي پاتې شوي کسان په شکیدلو کالیو د ورانې ودانۍ په کنډر کې سر بډاله ولاړ وو، او د خپلو هغو همکارانو د مړو د ایستلو ننداره کوله چې ددې چاودنې قربانیان دي.

تقریباً ددې چاودنې سره په یو وخت، ١٥ کیلو متره لیرې د هستو گڼې په یوه محفوظه سیمه کې بله چاودنه هم وشوله او په دې کې څلور کسان چې دوه یې ماشومان وو، ووژل شول.

دا چاودنې هغه کور تباه کړ چې د اشتهاراتو یوه کمپنۍ کرایه کړی ؤ. د کمپنۍ یوه مسئول وویل دی نه پوهیږي چې ولې ددوی کمپنۍ په نښه شوې وه خو وايي چې ممکن دا په غلطی شوې وي.

ځايي مطبوعاتو رپوټ ورکړ چې ددې کور په څنگ کې د پولیسو د یوه پولیس کور ؤ. دوی وايي چې د چاودنې په موادو بار یو موټر د بنگلې د دروازې نه دننه ولاړ او بیا چاودنه وشوله او دې سره کور هوار شو.

د پنجاب د ایالت حکومت ددواړو چاودنو مسئولیت په ځانمرگي بم چونکو اچوي.

د سه شنبې د ورځې چاودنې د تیرې هفتې د هغو دوو ځانمرگي چاودنو نه وروسته کیږي چې د بحري کالج په انگړ کې د لاهور په ښار کې شوې وې، او په کې پنځه کسان و وژل شول.

د لاهور د پولیسو قوماندان وايي دا چاودنې به دده د کسانو روحیه خرابه نه کړي کوم چې د تروریزم په ضد جنگیږي.

اقبال وايي: "دا دا معنی نه لري چې مونږ ځانونه تسلیموو. مونږ به امنیت نور هم ټینگوو، تر څو داسې حالات بیا تکرار نه شي."

د فبرورۍ د اتلسمې د انتخاباتو نه وروسته تر اوسه پورې، په پاکستان کې شپږ چاودنې شوي دي. د پاکستان دوو مخالفو گوندونو سره سلا شوي دي چې نوی حکومت به جوړوي او دوی به کوښښ کوي چې د خلکو غوښتنه چې پرویز مشرف له کاره گوښه شي، عملي کړي.

پرویز مشرف د تروریزم ضد جگړه کې د امریکا ملگری دی. جمهور رئیس پرویز مشرف د لاهور د چاودنو نه څو ساعته وروسته، د ملي اسامبلې د غونډې د رابللو غوښتنه وکړه چې باید بله دوشنبه وشي.

جمهور رئیس په سختو الفاظو وروستنۍ چاودنې وغندلې او دا کار یې یو وحشیانه عمل وباله. ده وویل چې دا عمل نه شي کولی د حکومت دا اراده بدله کړي چې د تروریزم په وړاندې په خپل ټول قوت وجنگیږي.

XS
SM
MD
LG