د لاس رسي وړ اتصالات

ډگر جنرال ویلیم فالن استعفی ورکوي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس وایې په منځني ختیځ کې د امریکایې ځواکونو جگپوړي قوماندان استعفی ورکوي.

ډگر جنرال ویلیم فالن مخکی تردی چې د امریکایې ځواکونو مرکزي قوماندان مقرر شي، تیر کال د مارچ په میاشت کې عراق ته په سفر تلل و.

ده وروسته له هغه د استعفا پرېکړه وکړه چې یوې امریکايي مجلې خبر ورکړ چې دی د ایران په هکله د جمهور رئیس بوش د تگلارې سره مخالف دی.

مجلې داسي خبر ورکړی گوا کې ښاغلی فالن یواځنۍ کس دی چې د ایران د زروي پروگرام خلاف د بوش لخوا د پوځي اقدام کولو خلاف دی.

ښاغلي گیټس وویل چې دا د باور وړ خبره نده چې د جنرال فالن په استفی سره د بوش اداره د ایران په وړاندې د پوځي کاروایې تیاری نیسی.

XS
SM
MD
LG