د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په یوه افغان بندي باندی د تروریزم تور لگولی دی


د امریکا نظامي څارنوالانو په یوه افغان بندي باندی تور لگولی چی څو کاله پخوا یې په افغانستان کی په هغو سیمو باندی چی امریکا نیولي وې راکټونه فایر کړي وو.

په محمد کمین باندی چی گمان کیږی ٣٠ کلن به وی، پرون دا تور ولگول سو چی دهشتگرۍ ته یې مادي مرستي رسولي دي.

مخکي له دې چی کمین محاکمه سی د هغه دا تور باید چی ددفاع د وزارت له خوا هم تایید سی.

هغه د گوانتانامو په امریکایي نظامي زندان کی څوار لسم افغان بندي دی چی د امریکا د جنگي جنایاتو په خاصه نظامي محکمه کی به محاکمه کیږی.

XS
SM
MD
LG