د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې په هوایي حمله کی څلور ملکي افغانان وژل شوي دي


د برتانیې ددفاع وزارت وایی چی قواویې د افغانستان په جنوب کی په یوه هوایی حمله کی چی هدف یې د یاغي طالبانو ځایونه وو، څلور ملکي خلک وژلي دي.

ددغه وزارت یوې نطاقي وویل چی برتانوي قواو پرون د هلمند په ولایت کی وروسته له هغه د هوایي حملې امر ورکړ چی طالبانو په یوه پټه حمله کی ددوی عسکر ونیول.

په دې هوایي حمله کی دوې ښځي او دوه ماشومان ووژل سول او یو بل سړی هم زخمي سوی دی.

د برتانیې وزارت له دې کبله د تاسف یوه رسمي بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي چی په دې باب به تحقیقات وکړی.

یو بل خبر وایی چی پرون د چهارشنبې په ورځ یوه ځان مرگه بم چونکي په کندهار کی د کاناډا د عسکرو د موټرو کتار ته په یوه حمله کی یو ملکی سړی وژلی دی.

XS
SM
MD
LG